
دمیدان وردګ ولایت په مرکز میدانښارکې دقضایي ،عدلي،امنیتي،څارنوالۍ او کشفي ارګانونو د(۸۰) تنو کار کوونکو دظرفیتونو دلوړولو په موخه دوه ورځني ورکشاپ دامریکاء دبهرنیو چارووزارت په مالي مرسته پرانیستل شوو.
په نوموړومراسمو کې دولایت مرستیال علي احمد خاشع سربېره دعدلي او قضایي ارګانونو استازو ګډون کړې وو ،ښاغلي مرستیال د نوموړي دوه ورځني ورکشاپ پرانیسته دعدلي او قضایي ارګانونو دچارو دسمون اودنوموړو مامورینو د ظرفیتونو دلوړولو په اړه یو مهم ګام وبللوو چې له امله به یې دحقوقی او قضایي قضیوو ته ښه لاس رسۍ او هغه ستونزې چې موجودی وي لمنځه ولاړي شي.
دیادونې وړ ده چې په نوموړي ورکشاپ کې به (۸۰) تنو عدلي او قضایي ارګانونو مامورینو ته دقانون دحاکیمیت،دوسیوو ته لاس رسي، دمجرمینوسره چلند او هم دمجرمینو لپاره دمدافع وکیل دحق اونورو حقوقي او جزایي مفاهیمو په اړه زده کړې ورکړل شي.
شاهدالله شاهد (۰۷۷۴۰۰۰۴۲۷،۰۷۰۰۶۳۱۸۶۰)
adamserat@hotmail.com,maidan.pressoffice@gmail.com