د امریکا په هاوایي ایالت کې یو قاضي د اتو هیوادونو پر اتباعو امریکا ته پر سفر بندیز فرمان رد کړی

د امریکا په هاوایي ایالت کې یوه فدرال قاضي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه فرمان چې له مخې یې د اتو هیوادنو وګړي نشي کولی امریکا ته سفر وکړي رد کړی دی کوم چې د هغې له جملې یې شپږ اسلامي هیوادونه دي.
له بلې خوا سپینې ماڼۍ د یاد قاضي د پریکړې په غبرګون کې ویلي دي چې نوموړی فرمان د ټرمپ له هغو کوښښونو څخه یو دی چې غواړي له امریکایانو ملاتړ وکړي او امریکا د راتګ له امله د امنیتي خطرونو په اړه له اجرآتو څخه دی.
نوموړی قاضي په داسې حال کې یاد فرمان ردوي چې روانه اونۍ یې د پلي کیدو وخت دی.
یادې محکمې نوموړې پریکړه د قانون د حاکمیت سره مرسته بللې ده او ویلي یې دي چې ټرمپ د خلکو تر مینځ د نژاد او دین پر اساس توپير کوي.