د یو کلیوال چرګه پرديو غنمو ته ور اوښتې وه، له نیم سات وروسته ځوړند وزر د خپل څښتن د کور په دروازه ور ننوته، ناڅاپه له څخه کلا د ښځو ژړا پورته شوه، ماشومانو هی هوی شروع کړ، سړو یوه په بله منډې وهلې. څو شېبې وروسته دوه هلکانو چرګه ترڅنګ کړه او د خان په دروازه کې ودرېدل.
خان صاحب چاړه په لاس راووت، چرګه یې تر ځړېدلي وزر ونیوه او د کلا کونج ته یې مخ پر قبله څملوله؛ په چټکۍ یې ژبه ترې وویسته خو کله یې چې چاړه پر مرۍ ورسیخه کړه، بېواکه یې (الله اکبر) له یاده ووتل، فکر یې وکړ چې که دا پرې ونه وايي، نو له یوې خوا به یې چرګه مرداره کړې وي او له بلې خوا به د ولاړو ماشومانو په ذهن کې بې سواده معرفي شي.
هله هله، چورت چورت، هرڅه یې چې وکړل خو (الله اکبر) یې یاد ته ورنغلل.
هلکانو چې چرګې ته وکتل، چې سترګې له کېیه ورپټې شوې او د ذهرو اغېز یې په ټول بدن کې ولید، نو په خان یې ورچیغه کړه؛ خان کاکا چاړه پرې تېره کړه ګني لاړه مرداره شوه، زر کوه!!!. په خان چې لار ورکه شوه، نو هلکانو ته یې کړل؛ صبر وکړئ ګوندې هغه ذهري دانې بېرته را وګرځوي. لنډه داچې په همدې ذهني او جسمي کشمکش کې یې په لوی لاس چرګه مرداره کړه.
نوټ: نن ورځ موږ په همداسې یوه ذهني کشمکش کې ښکېل یو؛ له یوې خوا مو قران ته شا کړې، له بلې خوا مو ټولنیز ارزښتونه ترپښو لاندې کړي، له بل طرفه مو پر ذهن د تور سیاسي شعور سیوری غوړېدلی؛ نو همدغه علتونه دي چې تل په مزل کې د یوه څرګند منزل پوښتنه کوو او د ورځې په لوی لاس شل حلالې چرګې مرداروو.
وروستي