سړی له شنه توسه را ووت، خوله یې وازه کړه، اوږد ارښمی یې وویست. کېناست، کړکۍ ته نږدې پر کوچني مېز د شمعې پیکه رڼا ته ځیر شو، غوږونه یې څک کړل، د مارکېټ پر پاسنۍ ښیښه د باران ټکا ورو ورو کمېده...
سړی پاڅېد، لاسونه یې پورته کش کړل، په چت ځوړند ګروپ یې تر سترګو تېر کړ، غلي یې وویل:
ـــــ فکر کړم چې برق به ډېر ناوخته راشي، وږی شوم، ورکه لږ ټکله به راوړم.
هلک وټوخل، سر یې وځړېد، د باران په ډنډو اوبو کې یې د ګډو وډو ورېځو ترمنځ څو راڼه ستوري ولیدل، خوند یې ورکړ، چورت یې ونیو، خو ناڅاپه پر سړک ولاړې اوبه وښورېدې، له خلکو ډکه ګاډۍ یې ترڅنګ تېره شوه. هلک په روانې ګاډۍ پسې وکتل، یو لاس یې له چمپره راوویست، کږه خولۍ یې سمه کړه...
سړي د اطاق ور قلف کړه، په سېمنټي زینو کې ښکته شو، د مارکېټ له کوچنۍ دروازې ووت. په کوڅه کې له ولاړو ګاډیو تېر شو، د نانوایۍ ښیښې ته ودرېد، دوې ډوډۍ یې راواخیستې. د ژېړ پټو څنډه یې خلاصه کړه، یوه ډوډۍ یې څنګ ته کړه، بله یې تر خوا ولاړ هلک ته ونیوه، په زوره یې وویل:
ـــــ تېز ځه چې ساړه دي!!
پلورونکي بنده ښیښه خلاصه کړه، توده څپېړه یې د ماشوم مخ ته برابره شوه. هلک ټکان وخوړ، سر یې ګنګس شو، شا ته پر څو ناستو چادريپوشو ښځو ورپرېوت، د زاړه چمبر تڼۍ یې خلاصې شوې، درې ګرمې ډوډۍ ترې یوه خوا بلخوا پرېوتې. څنګ ته یې وکتل، پر لرې غورځېدلې خیرنه خولۍ یې د روانې ګاډۍ غټ ټایر تېر شو.
پای
وروستي