د پوهنتون لومړی کال مې و، لومړنۍ اونۍ مې ډېره په سختۍ تېره کړه. هره شېبه به مې د کلي خاورینې کوټې او په لوګي تور دودکش سترګو- سترګو ته کېدل. یوه جمعه کور ته ولاړم، د کورنۍ غړي ډېر راته خوشحاله شول. له څو ساعته مجلس وروسته مې پلار راته وویل:
ــــ زویه ته راځه چې یو ټیلېفون درته واخلم، له پوهنتونه به زنګ راوهې، زموږ به درته نه سودا کېږي.
ما هم ورسره ومنله، مازدیګر مهال بازار ته ورسېدو، پلار مې تر مخ، زه ورپسې مبایلپلورنځي ته ننوتو. پلار مې د تل په څېر له مبایل پلورونکي سره څو شېبې ښې ټوکې ټکالې وکړې، بیا یې ورته کړل:
ــــ زما زوی ته یو مبایل ورکړه، اوس پوهنتون ته کامیاب شوی...
د پلورونکي تندی وغوړېد، له لفظي مبارکۍ سره یې له ښيښې المارۍ کاغذي قطی راواخیست. پلار مې چې ښکلي قطي ته وکتل، په بیړه یې زیاته کړه:
ــــ ګوره انجینر صېب داسې د ارزانې بیې مبایل ورکړه، چې فقط غږ پکې ولاړ شي...
سړي زیاته کړه:
ــــ همدا ښه مبایلونه دي، هم ارزانه دي، هم ښه غږ پکې ځي راځي.
پلار مې له ټیلېفون ډنګرې ګوتې تاو کړې، ماته یې وکتل:
ــــ زویه زما که منې اوس همدا سم دی، بیا چې خدای روپۍ درکړې، تر دې به ښه واخلې.
بیا یې دوکاندار ته وکتل او زیاته یې کړه:
ــــ ښا انجینر صېب دا ووایه چې په څو شو؟
پلورونکي د مبایل بیه ۱۲۰۰ افغانۍ یاده کړه.
پلار مې وویل:
ــــ سمه ده، خو روپۍ اوس نهشته، په دې نږدې وخت کې به یې درکړم.
د دې خبرې په اورېدو د دوکاندار تندی وځړېد، په ناخوښۍ یې زیاته کړه:
ــــ نه، بښنه غواړم، قرض خو د یوه ساعت په مخه هم درسره نهشم کولای...
پلار چې مې څو بله خبره کوله، ما ورته اشاره وکړه او شېبه پس دواړه خالي لاس له دوکانه راووتو.
پای
وروستي