د دروازې لخک ودربېد. په انګړ کې ناست هلک څنګ ته وکتل، سترګې یې رډې کړې، ژېړ موټرک یې له ګوتو پرېوت. ناڅاپه د دروازې تر څنګ په لوړ خاورین دېوال کې غټ چاک پیدا شو او یو په ونه لوړ سړی ترې کلا ته راننوت، ځوان تور اوږده کالي اغوستي وو، د سر وېښتان یې پر ګونډو لګېدل، په یوه لاس کې یې غټه توره او په بل یې د پراخه پرتاګه پایڅه سموله. هلک د سړي په لیدو پاڅېد، د شا لمن یې ورو ورو ښورېده...
د ماښام خړه راپورته شوه، د آسمان پر بره خوا د شفق پر ځای لیکه توره وريځ ښکاره شوه، په کلا کې د مخامخ وړاندې کوچنۍ کوټې له دودکشه نرۍ لوګی پورته کېده. د دهلیز ور نیمکښ شو، ډنګرې بوډۍ سر راوویست، په لوېدلي غږ یې نارې کړې:
— قدرت الله، والکه قدرتیه سر دې درلاندې شه، تېز راشه کوټې ته چې تیاره ده!
د کلا دروازه خلاصه شوه، ځوان د خرې پړی پر مېږوي پورې وتاړه، د رشقې پنډه یې د شپاله د دېوال په بېخ وغورځوله، لاسونه یې وڅنډل، د برنډې په لور روان شو، ناڅاپه یې پر پراته ماشوم سترګې خښې شوې، چیغې یې کړې:
— زویه، زویه څه در شوي، سترګې وغړوه زویه!!!
د ماشوم پر شونډو سپینې لاړې ډنډې وې، زنه یې یوې خواته کږه او ښۍ سترګه یې وازه ښکارېده. نیم سات وروسته انګړ د ګاونډ له ښځو ډک شو. د وړاندې کوټې له دودکشه هماغسې نری لوګی پورته کېده...
ځوان عینکې له سترګو ټيټې کړې، لاس یې جېب ته کړ، کاغذي دسمال پر سترګو تېر کړ، پر پراته کاغذ یې وروستۍ جملې داسې ولیکلې:
"بیا مې پلار په ډېرو ډاکترانو وګرځولم، خو روغ نه شوم او له هماغه ماښام راپدېخوا مې د طوطي غوندې ژبه ګونګۍ شوه. هو، مکتب مې هم ولوست، ورپسې مې لوړې زده کړې د اقتصاد په پوهنځي کې ترسره کړې. اوس په همدې شرکت کې په دوولس سوه ډالره تنخوا کار کوم"
ځوان په سپین ډډ ورغوي اوښکې پاکې کړې، کیڼ لاس یې زما پر ولي کېښود، او له یوې خوږې موسکا سره یې سر پرله پسې راته خوځاوه.
پای
وروستي