جده کې د امریکا قونسلګرۍ سره نېږدې چاودنه شوې ده

سعودي رسنۍ وایي چې د یاد هیواد په جده کې د امریکا قونسلګرۍ ته نېږدې چاودنه شوې ده چې یو کس پکې وژل شوی دی او دوه پولیس هم ټپيان شوي دي.
پولیسو ویلي دي چې یاد برید د یوه ځانمرګي په وسیله چې په یوه موټر کې سپور و تر سره شوی دی چې لومړی یې موټر د امریکا له قونسلګرۍ سره نیږدې جومات سره درولی دی او بیا یې چاودنه ورکړې ده.
دا برید په داسې حال کې تر سره کیږي چې په امریکا کې د ازادۍ ورځ لمانځل کیدله.
امریکا پروسږکال هم په جده کې خپله قونسلګري د امنیتي دلایلو له امله د څو ورځو په موخه تړلې وه.
تر اوسه د یاد برید مسوولیت چا پر غاړه ندی اخیستی.