د انسان په اروا پورې اړوند یو له مطرحو او اغېزمنو اړخونو څخه، د هغه شخصیت دی. هغه لامل، چې د انسان د ډېری چلندونو سبب دی او په یوازې توګه باید د هرې کړنې په وړاندې مناسب غبرګون پیدا کړي او دقیقه توجیه وړاندې کړي.
د ارواپوهنې پوهانو د شخصیت په تعریف کې داسې ویلي دي:
شخصیت د افکارو، احساساتو او چلندونو ځانګړو بېلګو ته اشاره کوي، چې د وخت په اوږدو او په بېلابېلو ځایونو ټینګ ولاړ دي او یو شخص له بل شخص څخه جلا کوي. کورنۍ د شخصیت جوړونې لومړنی چینل دی.
دې ته په پام سره لومړنی چاپېریال، چې ماشوم ورسره اړیکه نیسي، کورنۍ ده، ځکه کورنی چاپېریال د ماشوم د شخصیت د رامنځته کېدو او بدلون تر ټولو اغېزمن لامل دی او د هغه چینل حکم لري، چې په وسیله یې ماشوم د خپلې ټولنې له فرهنګ سره آشنا کېږي او په هغه کې عادتونه او عواطف را منځته کوي، چې شخصیت یې تر اغېزې لاندې راولي. په ټولیزه توګه د والدینو او یا هم د کورنۍ د نورو غړو د فکر بڼه، چې په هر ډول وي، د هغوی په ماشومانو باندې لږ یا ډېر اغېز کوي. یو له اراوپوهانو څخه په دې باور دی: هغه ماشوم چې په خپل کورني چاپېریال کې زړه خوږي او ژمن والدین نه لري، ښکاره ده، چې د نه ژمنتیا احساس کوي او هڅه کوي، چې د شونتیا تر بریده له کورني چاپېریال څخه ځان لرې کړي او خپل ورک شوی هویت له کور څخه بهر چاپېریال کې پیدا کړي.
۱ ـــ د ماشوم د پرځای غوښتنو پوره کول.
۲ ـــ د ناسمو غوښتنو ردول، د هغوی پوهې او درک ته په پام سره د هغوی پوهول.
۳ ـــ د ماشوم نظریاتو ته درنښت کول.
۴ ـــ د ماشوم له پاره د یوه ښه او سالم چاپېریال را منځته کول.
۵ ـــ په ماشوم کې د ښو صفتونو را منځته کول او د هغه د بدو کارونو مخه نیول.
۶ ـــ ماشومانو ته په ورزشي فعالیتونو او ماشومانه لوبوکې لارښوونه کول او د لوبو پرمهال له هغوی څخه ساتنه کول.
۷ ـــ د سمې تګلارې پرمټ د ماشومانو په ځان باندې باور ډېرول او د هغوی د غوښتنو پوره کول.
۸ ـــ د ماشومانو وړتیاوو ته په پام سره، په ټولنیزو چارو کې هغوی ته د ګډون برخه ورکول.
۹ ـــ ماشومانو ته د مهارتونو د زده کړې له پاره، د یوه خوندي پروګرام جوړول.
۱۰ ـــ ماشومانو ته د خلاقیت د ورزده کولو له پاره، د مناسبې زمینې برابرول.
۱۱ ـــ د ماشومانو وړتیاوو، استعدادونو او لېوالتیاوو ته په پام سره د هغوی له پاره د حرفه یي زده کړو پروګرامونه جوړول.
۱۲ ـــ د ګډو زده کړو د تګلارو را منځته کول او پیاوړي کول.
۱۳ ـــ د ماشومانو د اعتماد د را جلبولو په موخه د والدینو روزل.
۱۴ ـــ د کورنۍ او ښوونځي ترمنځ د مینې او لېوالتیا ډېرول.
وروستي