عراقي ځواکونه د نینوی سنجار ښار ته له مقاومت پرته ننوتلي... کرکوک کې دوه کلي داعش نیولي

عراقي سرچینې وایي چې د عراق نینوی ولایت اړوند سنجار ښار ته د عراق دولت اړونده ملیشې او عراقي پوځ ننوتلي دي خو کرد پیشمرګه ځواکونو کوم مقاومت نه دی ښودلی.
ویل کیږي چې کردي پیشمرګه ځواکونه د سنجار غره ته ختلي دي او ځینې نور یې غره ته د ختلو لپاره تیاری نیسي.
دا په داسې حال کې ده چې عراقي ځواکونو او قومي ملیشو له کردي کارګرو ځواکونو نه دي غوښتلي تر څو له ښاره ووځي.
دا په داسې حال کې ده چې داعش وسله والو د کرکوک په لویدیځ کې د طویلیعه او الملحه کلي وروسته له هغې نیولي دي چې کردي پیشمرګه ځواکونه ترې ووتل.
له بلې خوا د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز له کردانو او عراق دولت څخه غوښتنه کړې ده چې جګړه ونکړي.