د سینا په شمال کې د نښتې پر مهال ۶ تنه مصري پوځیان وژل شوي دي

د مصر پوځ وایي چې د یاد هیواد سینا ولایت په شمال کې د وسله والو سره د نښتې له امله ۶ تنه مصري پوځیان وژل شوي دي چې له مقابل لوري هم ۲۴ تنه وسله وال وژل شوي دي.
له بلې خوا سرچینې وایي چې د سینا په شمال کې پر مصري پوځ د بریدونو په پایله کې لسګونه پوځیان ژوبل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون له سینا څخه د اسراییلو تر ولکې لاندې فلسطین هم توغندي توغول شوي دي.