
د لومړي ځل لپاره چې زه او ته سره مخامخ شو، نو ما ويل ، چې زه بل ډول يم له تا نه، او تا ويل ،چې ته بل ډول يې له مانه.خو کله ،چې مو خبرې اترې پيل کړې ، او پيژندګلوي مو سره وشوه ، دواړه په دې وپوهيدو،چې له يو بل څخه ډير توپير نه لرو.
خو پوره يقيين مې په هغه وخت کې راغی ،چې تا وويل : زما تور رنګ دومره خوښ دی ، چې سترګې مې د بل رنګ د ليدو توان نه لري .
نوهغه وخت دا پوښتنه راته پيدا شوه ، که چيرې زه او ته دواړه ړانده نه وای ، بيا به هم دومره سره ورته وای ؟ او د ژوند په پيچومو کې، به مو تګ په يو ډول زده کړی وای؟