
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان چې په اسلام اباد کې یې خبرې کولې ویلي دي چې نوزا شریف پر فساد د ککړتیا له امله د سزا له ویرې د پاکستان پر پوځ تورونه لګوي.
نوموړي ویلي دي چې د پاکستان په تاریخ کې لومړی ځل پوځ وایي چې د قانون سره دریدلی دی خو د نواز شریف پلویان یې بې ځایه تورنوي.
عمران خان ویلي دي چې په پاکستان کې د نواز شریف قضیې له امله ولسواکي د پاشیدلو پر لور روانه ده ځکه چې ملکي حکومت د نواز شریف له سزا د بچ کیدلو کوښښ کوي په داسې حال کې چې د پخپله د حکومت پر وړاندې ولاړ دی.
عمران خان په داسې حال کې یادې خبرې کوي چې په یاد هیواد کې د پخواني لومړي وزیر نواز شریف پر وړاندې د فساد قضیه روان ده.