د کرکوک په لور عراقي ځواکونو پرمختګ پر مهال له کردي پیشمرګو سره ډزې تبادله شوي

د عراقي کردستان کرکوک په لور د عراق پوځ پرمختګ لړ کې د کردستان پیشمرګه ځواکونو پر عراقي پوځ بریدونه کړي دي چې د دواړو لورو تر مینځ ډزې تبادله شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د کردانو مشر مسعود بارزاني خپلو ځواکونو ته امر کړی دی چې له ځانه د دفاع لپاره دې هر ډول اقدام تر سره کړي.
له بلې خوا د امریکا متحدو ایالاتو له دواړو خواوو غوښتنه کړې ده چې اختلافات دې د خبرو له لارې حل کړي.
کردي پیشمرګه ځواکونه وایي چې تېره شپه د کرکوک جنوب کې د دواړو لورو تر مینځ سپکې نښتې شوي دي خو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي خو کردان وایي چې ډزې د عراقي ملیشو له لوري پیل شوې چې په غبرګون کې یې کردي ځواکونو مقابل عمل وکړ او د ملیشو ده موټر یې وسوځول.
کرکوک درې کاله پخوا کردي پیشمرګه ځواکونو له داعش څخه ونیوه چې د تیلو څاګان پکې شته او اوسمهال عراقي ځواکونه غواړي پر یادو څاګانو، هوایي ډګر او د کې۱ پر پوځي اډه هلته خپله ولکه ټینګه کړي.