د عراق کردستان کرکوک کې د عراق پوځ او کردي ځواکونو ترمینځ د جګړې احتمال

د عراق دولت له خوا د عراقي کردستان کرکوک ښار د نفتو څاګانو پریښودلو په موخه کردانو ته د ورکړل شوي ضرب الاجل پایته رسیدو سره سم په یاده سیمه کې عراقي ځواکونه او کردي پیشمرګه ځواکونه یو بل ته په مورچلو کې ناست دي.
کردستان د عراق یاده غوښتنه رد کړې ده او لا هم کردي پیشمرګه ځواکونه د کرکوک سیمې تر خپلې ولکې لاندې لري.
له بلې خوا عراقي ځواکونه تیاري نیسي چې پر کردي ځواکونو په کرکوک کې برید وکړي.
په سیمه کې د عراقي ځواکونو ویاند احمد الاسدي ویلي دي چې د کرکوک په جنوب کې عراقي ځواکونه د قانون سره سم او د لوړ پوړو چارواکو له امر سره سم د سیمې د اداره کولو لپاره عملیات په لاره اچوي.
ویل کیږي چې د کرکوک ښار شاوخوا د عراقي ځواکونو شوبلې لیدل شوي دي چې د عراق بیرغونه یې پورته کړي وو.
له بلې خوا عیني شاهدانو ویلي دي چې د دواړو لورو تر مینځ د ډزو په پایله کې یو ماشوم او یو پولیس وژل شوي هم دي.