امریکا کې د ایران ګټو ساتنې پر دفتر وسله وال برید شوی دی

تهران خبر ورکړی دی چې په واشنګټن کې د ایران ګټو ساتنې دفتر باندې وسله وال برید شوی دی چې تر څنګ یې پرې ډبرې هم وار شوي دي.
سرچینه وایي چې یاد برید کوم ځاني تاوان نه دی اړولی خو د دفتر ښیښې يې ماتې کړي او یو لړ مادي زیانونه یې اړولي دي.
د ایران رسمي خبري آژانس یاد خبر تایيد کړی دی او زیاته کړې یې ده چې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی.
د یاد دفتر مسوول ویلي دي چې ډزې د یاد دفتر په کړکیو او پر دیوالونو لیکلو شعارونو شوي دي.
ویل کیږي چې یاد دفتر له ۳۱ کلونو راهیسې له کوم سیاسي هدف پرته په امریکا او کاناډا کې د اوسیدونکو ایرانیانو لپاره خدمات وړاندې کوي او کومه سیاسي موخه نه لري چې دا لومړی ځل دی داسې برید پرې کیږي.
دا برید په داسې حال کې شوی دی چې د امریکا ولسمشر د ایران پر وړاندې توند دریځ غوره کړی دی.