دمېرمن او سکرترې ترمنځ توپېر


مېرمن ( سخته ) دنده ده او سکرتره ( ښه ) ده .
پوښتنه : یو ځل بیا دمېرمن او سکرترې ترمنځ څه توپېر دی ؟؟
ځواب : 30 کیلو ګرامه .
دمېرمن او سکرترې ترمنځ درېیم توپېر څه دی ؟
سکرتره دکور په چارو کې لاسوهنه نه کوي .
او مېرمن ددفتر په چارو کې لاس وهي .
سکرتره راتلونکې مېنه ده اوکېدای شي مېرمن هم شي
او مېرمن پخوانۍ مینه او کله ناکله دمېړه دا خبره هم اوري : ( چې اوس دې کېسه کې نه یم ) .
سکرتره ،چې دفتر ته راځي نو پر ځان ډیرې ګوتې وهي .
او مېرمن ،چې له کوره وځي نو پر ځان ډېرې ګوتې وهي .
سکرتره امرونه پر ځای کوي
او مېرمن بیا امرونه کوي .
سکرتره ستاسې په استازیتوب درواغ وايي
او میرمن ستا پر ځای پر تا درواغ وايي .
له سکرترې سره دهرې ستونزې حل وي
او له مېرمن سره بیا دهر حل ستونزه .
سکرتره به درته عذرونه ګوري که څه هم ته پرې تورن اوسې .
او مېرمن که ته ورته هر عذر وړاندې هغه به پرې شک کوي .
سکرتره شک د تورن په ګټه تفسیروي
اومېرمن ېې بیا دتورن پر ضد .
سکرتره ،چې کله دفتر ته ننوځي ته به ېې مخکې وې .
ښځه که بیا له کوره وځي ته به ېې شاته وې .
سکرتره داسې ده لکه کاغذ پیچ سودا
او مېرمن بیا داسې ده لکه په زیرمتون کې ،چې اېښې وي .
سکرتره باید کورس ته ولاړه شي ،چې بیا وروسته سکرتره شي .
ښځه بیا بیخي کورس ته نه ځي هغه له بري لیک او وړتیا پرته مېرمن کېدای شي .
رښتیاهم مېرمن مهمه ده ، ډېره مهمه ډیری رېیسان ،چې کله ځانته سکرترانې ټاکي نو لومړی دخپلو مېرمنو په مشرۍ یو بې طرفه کمیسون راوغواړي بیا سکرتره غوره کوي . بیا ته کولای شې ، چې سکرترې ته وګورې او دمېرمن په اړه ېې حکم وکړې .
که چیرې سکرترې ( نه کیږي ، ارومرو باید وشي ) دلته نو بیا څرګندیږي ،چې دا ېې مېرمن ورته غوره کړې ده او که چیرته ( ښکلې ) وه بیا نو پوه شه ،چې له خپلې مېرمن سره ېې ډیری چنۍ وهلې دي او په دې شرط ېې ورسره موافقه کړې ده ،چې مېړه به بیا دمېرمن سکرتر وي .