
د امریکا ولسمشر چې پرون یې پر ایران سختې نیوکې وکړې وویل چې د ایران رژیم سرکش دی او پر یاد هیواد به فشارونه زیات کړي.
نوموړي ګواښ وکړ چې که له ایران سره له نړیوالې اټومې موافقې جدي نواقص لېرې نه شي نو د امریکې متحده ایالات به له یاد هوکړه لیک څخه ووځي.
د ټرمپ د دې څرګندونو په غبرګون کې د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي دي چې امریکا د یوه نړیوال هوکړه لیک پر وړاندې دریدلې ده.
له بلې خوا د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ویلي دي چې فرانسه له یاد هوکړه لیک سره په کلکه ولاړه ده.
د ټرمپ له څرګندونو څخه اسراییلو او سعودي دواړو ملاتړ کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواک په ترهګرو ډلو کې شامل کړ.