ممکن او ناممکن

 کله کله ځینې ممکن کارونه ناممکن شي؛ زمری چې د ځنګل پاچا بلل کېږي، هېڅکله په کمزوري ښکار پسې نه وځي، تاسې به ځینې اساطیر لوستي وي یا به چېرته مستند فلمونو ته ناست وئ، تر کله چې د دغه ځناور لړمون ډک وي تر هغه د بوټۍ غوښې په فکر کې نه وي، خو کله چې یې ګېډه تشه شوه او د لوږې احساس یې وکړ، بیا نو ژبه پر وربوز تېروي او هڅه کوي ترڅو داسې ښکار پیدا کړي، چې د ځنګل کمزوري حیوانات هم پرې ماړه او د ده پاچاهي وستایي. زه هېڅکله انسان له حیوان او یوه وحشي ځناور سره نه ورته کوم، خو د اوسني ژوند پر ډېری پړاوونو د دغه تشبېه سیوری غوړېدلی؛ دا چې ژوند په نړۍ کې کېږي او نړۍ په انساني نسل اباده ده، نو دلته خبره د ځوان نسل د هغه ذهنونو ده چې مختلف منفي ذهنیتونه پاشي. ځوان کهوله! اوس هغه وخت نه دی، چې له سهار نه تر ماښامه په بېل او قولنګ ځانونه ستړي کړوو، بېګا چې کورته راشو په تروشو شړومبو کې ډوډۍ ماته کړو او د خوب په وخت پر وچ پوزي اوږد وغځېږو، اوس مډرنه نړۍ ده؛ (البته دلته یوه استثنا شته، چې بیا پرې بحث پای ته رسوم). اوس فزیکي کار، تر جسمي کار ډېر اسانه شوی، په دې برخه کې که کرکیلې ته راشو؛ د هېواد د ډېرو زراعتي ځمکو دهقاني عصري شوې؛ د غنمو په کرلو او رېبلو کې له لور ډېر استفاده نه کېږي، په قولبه کې هم اوس هغسې بېلچې نه ماتېږي.... دا ټول د ساینس او ټکنالوژۍ برکت دی، چې په دفترونو کې د ټایپ د ماشین پرځای ډول ډول کمپیوټرونه ايښي، انټرنېټ هم دومره پرېمانه شوی، چې ان د ښوونځي د درېیم ټولګي شاګرد هم ورته لاس رسی لري. خو د دې ټولو سره سره بیاهم دغه ځوانه طبقه چې زما د دې لیکنې مرکزي کرکټر دی، دومره په درانه خوب ویده ده چې د شپې او ورځې توپیر ترې ورک دی؛ د زمان په دې مډرن تحول کې یې خپلې ورځنۍ چارې له مبهم غربت سره مخ کړې، په ژوند کې یې د ژوند کولو لپاره په لوی لاس ممکن کارونه ناممکن کړي، دوی یوازې په حال کې پر روانې شېبې تمرکز کوي یا یې د خیال مرغه د ماضي په دنګو چنارو کې ځالې جوړوي. که دوی همداسې پرېښوول شي، څه فکر کوئ؛ ایا په راتلوونکي کې به د هغه کسانو سالمه رهبري وکړای شي، چې ما یې د استثنا یادونه وکړه؛ یعنې تراوسه هم له ټکنالوژۍ بې برخې، د تعلیم غوندې نعمته محروم، هماغسې د تېر په څېر لاس تڼاکې چاودې پوندې تر بېګا په پردۍ مزدورۍ کې ولاړ او لاهم د میرې تر څپېړې لاندې ژوند تېروي...؟