په دې وروستیو کې له ګاونډیو هیوادونو څخه د کډوالو د راتګ چټک بهیر او د لرې پرتو سیمو په ناامنه کیدو سره د داخلي خلکو له یوه ځایه بل ځای ته د کورونو انتقال د کډوالۍ ژوند کچه لوړه کړې ده.
راستانه شوي او بې ځایه شوي کډوال نن سبا له ګڼو ستونزو سره مخ دي ، دوی ان د اوسیدولپاره کرایې کور هم نشي پیداکولی ، ځکه چې د کرایې کورونو بیې لوړې دي او دوی دومره وسه نلري چې کور په لوړه بیه په کرایه ونیسي.
ځیني کډوال بیا د کار له نشتون څخه سرټکوي، وایې چې د کار د پیداکولو په لټه له سهاره تر ماښامه په بیلابیلو ځایونو او د ښار په چوکونو ګرځو خو د کار درک نه لګیږي. یادو کډوالو سره د راروان سوړ ژمي غم هم دی ، وایې اوس خو هوا ښه ده، خو ژمي ته ډیره کمه موده پاتې ده، که د سرپناه ځای او اړونده نورې مرستې ونشي له ګڼو ستونزو سره به لاپسي مخ شوو، چې د ان د ماشومانو د مړینې ویره هم راسره ده. که څه هم د افغان راستانه شویو او بې ځایه شویو کډوالو په نوم ډیرې نړیوالې مرستې راغلې، خو تر دا مهاله یو کم تعداد خلک ترې برخمن شوي او نورې په مختلیفو لارو د زورواکانو شخصي جیبونو ته تللي دي.
افغان کډوال له شتمنوخلکو، بهرنیو او داخلي مرستندویه ادارو او افغان دولت څخه غوښتنه کوي، چې د دوی ستونزې جدې ونیسي، د سرپناه نشتون او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو اړوندپه بیلابیلو برخو کې ورسره مرستې وکړي.
وروستي