
روسیه د شانګهای سازمان غړو هیوادونو د تماس ډلې د ناستې کوربه توب کوي.
په یاده غونډه کې به د افغانستان مسئلې په اړه بحثونه وشي.
په یاده غونډه کې د ګډون په موخه د افغانستان بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزي په مشرۍ یو هیئت مسکو ته رسیدلی دی.
له بلې خوا خلیل کرزي پرون له یادې غونډې مخکې د روسیې بهرنیو چارو وزارت له مرستیال ایګور مرګلوف سره لیده کاته کړي دي.
نوموړي په دې اړه پر خپل ټویټر لیکلي چې یو مهم ابتکار به رامینځ ته شي.