پنټاګون د روسیې هغه ادعا رد کړې چې وایي امریکا له داعش سره جګړه نه کوي

د امریکا دفاع وزارت د روسیې هغه ادعا چې ویلي یې وو امریکا په سوریه او عراق کې له داعش سره جګړه نه کوي په کلکه رد کړې ده.
د روسیې دفاع وزارت ویاند تورن جنرال ایګور کاراشینکوف پرون په مسکو کې وویل چې امریکا په سوریه او عراق کې د داعش پر وړاندې د جګړې ادعاوې کوي، نوموړي د امریکا جګړه نمایشي وبلله.
له بلې خوا د پنټاګون ویاند رابرټ میننګ د کارشینکوف دا خبرې بې بنسټه وبللې او ټینګار یې وکړ چې دوی د داعش له مینځه وړلو لپاره هر اړخیزه جګړه کوي او خلکو ته په دې اړه بیلابیل معلومات ورکوي.