
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي چې اوسمهال په هیڅ صورت د افغانستان څخه د وتلو وخت نه دی.
نوموړي چې د ناټو پارلماني غونډې ته یې د رومانیا په پلازمېینه بخارس کې خبرې کولې وویل چې اوسمهال د افغانستان پریښودل ناسم کار دی.
نوموړي ویلي چې په دې برخه کې ناټو له بیړې کار واخلي نو په افغانستان کې له لوی خطر سره مخ شو.
سټولټنبرګ زیاته کړې ده چې که په بېړه له افغانستان څخه د وتلو په اړه قدم پورته کړو نو یاد هیواد به له ګډوډیو ډک هیواد او د ترهګرو لپاره په امنځای بدل شي.
د ناټو عمومي منشي په وینا چې اوسمهال په افغانستان کې د ۳۹ هیوادونو څخه ۱۳زره ناټو پوځیان میشت دي چې د افغان ځواکونو په روزنه، ملاتړ او مشوره بوخت دي او ټینګار یې وکړ چې د دوی دا همکاري به ادامه ولري.