د لونګی دود او پالنه

کلتورپوهان په دې عقیده دي، چې د یوې ټولنې کلتورونه، د هماغې ټولنې له خلکو سره په اوږدمهاله کې یو ځای کېږي. وګړي یې د بډایه کولو، ساتلو او د پراختیا ورکولو هڅه کوي مګر ځينې مخالف فکرونه هم پیدا کیږي، چې د فرهنګي یرغل تر نامه لاندې یې د خپلې ټولنې څخه متاثر او دې ته اړ کړي چې د دوی کلتور ومني.
پګړی د افغانانو یو ملي حس دی، د ګران افغانستان په مختلفو سيمو کې، وطنوال یې په بېلابېلورنګونو او قسمونو سره استعمالوي. دوی دا فکر کوي چې پګړۍ ورته په میراث پاتې شوې ده، له ملي آرونو څخه یې مهم اصل دی او د اسلام له مهمو ارزښتونوڅخه هم ګڼل کېږي.
خپلې افغاني ټولنې ته که فکر وکړو، زموږ دې بډایه تاریخ، زموږ لپاره بډای کلتور پريښی دی نو په کلتورپوهنه کې موږ لوستلی شو چې کلتور د مادي او معنوي ارزښتونو یوه ټولګه ده همدارنګه ټول هغه څه چې د ژوند او د بشر ضرورتونو لپاره مهم وي هغه موږ د کلتور په بڼه پیژنو. له دې جملې څخه زموږ ټولنې لپاره لونګۍهم یو مهم عنصر دی، باید چې ددغه اصل مراعت کیدو، ساتلو او رایجولو لپاره ډيرې هڅې وکړو.
هېواد مو څو ځل له جګړیز بحران څخه تیر شوی دی او د ټولنې هرې برخې ته په کې په یو نا یو ډول سره زیان اوښتلی خو بیا هم د جګړو او ستونزو دفاع لپارهځينې ځوانان را ولاړ شوي او د ټولنې ژغورلو لپاره یې هڅې کړي دي، دا د ویاړ خبره ده، چې په دومره سختو حالتو کې هم زموږ بډای کلتور ته زیات زیان نه دی رسیدلی، علت یې دا و چې ټولنې اخلاصمند وګړي لرل، کوم چې هغوی وخت نا وخت هېوادوال خپل اصلي کلتور ساتلو لپاره را بلل.
د کلتورپوهنې مخينې لپاره تاریخ لیکلي چې افغانانو له اسلام څخه وړاندې بهترین فرهنګ درلود او د اسلام دین په راتګ سره، وار له واره افغانان د اسلام منلو ته چمتو وو ځکه هغوی هغه مهال د لونګۍ دود درلود، میلمه پاله او وفا ته ژمن وګړي وو.
زموږ په ټولنه کې پګړۍ د یو ویاړ په توګه، په دې ډول استعمالیږي چې ځینې افراد که د قران حافظ شي، لوړې دیني زده کړې ترسره کړي او یا هم ټولنې لپاره یوه لاسته راوړنه ولري نو د مشرانو او مهمو وګړو له خوا ورته د اعزاز په توګه لونګۍ په سر کېږي.
په دې وروستیو کلنو کې یو شمیر ځوانانو د کلتور ساتلو او پراختیا ورکولو لپاره هڅې شروع کړي دي، چې یوه ښه بیلګه یې اوس د افغان ځوانانو پیاوړتیا شورا په نوښت د لونګۍ نړیوالې ورځې په مناسبت دلمانځې خبره ده چې ځوانان هڅوي او د لونګۍ د اصلیت په اړوند پوهه ورکوي .
د دې او ورته نورو برنامو برابرول، د کلتورپوهنې له مخې ډیر موثر دي ځکه خلکو ته په کې د کلتور پاللو او د دود ساتنې یو ذهینت ورکول کېږي؛ له دې لارې څخه هغوټولنو ته هم یو ګوزار دی کوم چې هغوی غواړي زموږ ټولنه د خپل کلتوري یرغل ښکار کړي.
په ټوله کې که وه وایم یواځې د لونګۍ نه بلکې د بل هر ډول کلتوري کړنې ترسره کېدنه، پراخونه او د کلتور ساتلو لپاره باید هېوادوال په هڅه کې شي، مراعت یې کړي او د کلتور له لارې خپلې ملي موخې او فکر ته ورسیږي.