
دخپلې مينې او ارمان کيسه رالنډه نکړې
درته ايسار يم دقربان کيسه رالنډه نکړې
تاته به څوک دزړه له کومي په اخلاص ووايي
جانان جانان جانان جانان کيسه رالنډه نکړې
زه دې دخيال پر وزرونو ګرځومه هروخت
دعشق ددې شینکي اسمان کيسه رالنډه نکړې
وخت انتظار انتظار نه مني چي پرې یې نږدې
پرتا مين دی ستا دګران کيسه رالنډه نکړې
ستا عمري خو ستا په زړه کښي ځاي نیولي داسي
سي چيرته ځې ددې خپل ځان کيسه رالنډه نکړې
محمدعلي عمري
مسلم باغ