
روهي (درېنۍ / ۱۷ د تلې)، په انکره کې د امريکا سفارت د ترکې وګړو ته د وېزې ورکړه د يو وخت لپاره ځنډولي. يو څو ساعته ورسته په واشنګتن کې د ترکې سفارت هم ورته خبرپاڼه خپره کړي او ویلي يې دې چې ترکيه به تر يو وخت پوري امرکايانو ته د ترکې وېزې ور نه کړي. خو لومړۍ هڅه د امريکا له لوري شوي ده. د يادو هېوادونو سفارتونو خبرپاڼې خپرې کړي او خپلو خلکو د امنيت د خوندي کېدو او په کړو ژمنو د بيا کتنې لپاره يې د وېزې ورکړې ځنډولي دي.
ترکيه او امريکا له يو بل سره په سياسي او ډېپلوماټيکو ستونزو کې ښکيل دي.