د نواز شريف زوم, محمد صفدر ونېول شو

روهي (درېنۍ / 17 د تلې), د پاکستان د پخواني لوموړي وزير زوم او د هغې د لور مريم نواز خاوند محمد صفدر د اسلام آباد په هوايي ډګر کې د پاکستان د ملي احتساب ادارې په حکم ونېول شو, ميرمن يې (مريم نواز) نه ده نېول شوي او اسلام اباد ته تللي. دوی د نواز شريف د ميرمنې (کلثوم نواز) د پوښتنې لپاره لندن ته تللي وو, څوګ چې د سرطان د ناروغۍ له امله په لندن کې بستر ده.
محمد صفدر د هرکلي لپاره د اسلام اباد په هوايی ډګر کې د مسلم ليګ ګوند ځينو غړو انتظار کولو او د ملي احتساب د ادارې له خوا, د نوموړي د نېول کېدو د مخنيوي هڅه يې وکړه.
محمد صفدر ځکه نېول شوي چې د نواز شريف د دسيو په اړه د هغې ځواب اړين دي او نوموړی تېر مياشت په دې اړه محکمې ته, نه وو خاضر شوی.
د اکتوبر د مياشتې په لومړۍ اونۍ کې، د  پاکستان د احتساب محکمې د نواز شريف د زامنو، لور او زوم د نېولو حکم کړی وو.