امریکا کې یو بل توپان چې نېټ نومیږي د لویزیانا ایالت ته رسیدلی

د نېټ په نامه توپان د امریکا لویزیانا ایالت ته رسیدلی دی. د یاد هیواد توپانونو ملي مرکز یاد توپان لومړۍ درجه اعلان کړی دی چې په ګړۍ کې ۱۴۰ کلیومتره چټک الوزي.
نوموړی توپان په امریکا کې د شمال پر لور روان دی چې له امله یې پر مخ ښارونو د ساحلي سیمو اوسیدونکو خپل استوګنځایونه پریښي دي.
منځنۍ او شمالي امریکا په دې ورستیو کې د یولړ توپانونو شاهده ده چې له امله یې لسګونه کسان مړه او ملیاردونه ډالره مادي زیانونه یې اړولي دي.