
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګنده کړې ده چې ۲۵ کاله کیږي نړیوال له شمالي کوریا سره مذاکرات کوي او زیات شمېر پیسې بې ځایه مصرف شوې خو مخکې له دې چې د شویو هوکړه لیکونو د لاسلیک رنګونه وچ شي سرغړونه ترې شوې ده.
نوموړي یادې خبرې پر خپل ټویټر لیکلي دي او زیاته کړې یې ده چې شمالي کوریا امریکایي مرکچیان احمق کړي دي.
ټرمپ وایي چې له شمالې کوریا سره یوازې یو کار باید وشي خو نوموړي ښکاره کړې نه ده چې کوم کار ته یې اشاره ده.
تر دې وړاندې څو ځلې دونالډ ټرمپ ویلي وو چې که اړتیا شي نو شمالي کوریا به یو مخ له مینځه یوسي.