پنټاګون په سعودي باندې پرمختللی توغندیز دفاعي سیستم پلوري

د امریکا دفاع وزارت وایي بهرنیو چارو وزارت سلا ورکړې ده چې پر سعودي عربستان دې د توغندیو پرمختللی دفاعي سیستم وپلورل شي.
نوموړی سیستم ۱۵ملیارده ارزښت لري چې له دې پخوا په جنوبي کوریا کې هم د امریکا له خوا د شمالي کوریا ګواښونو له امله ځای پر ځای شوی دی.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې ده چې یاد سیستم په منځني ختیځ او د ایران له خوا د ځینو ګواښونو له امله باید په سعودي کې ځای پر ځای کړل شي.
په دې اړه د امریکا دفاعي امنیت اداري د یاد هیواد کانګرس ته توضیحات ورکړل.