
د عراق پخوانی ولسمشر جلال طالباني په عراقي کردستان کې د خپلې پلرنۍ سیمې سلیمانیه په هدیره کې خاورو ته سپارل شوی دی.
د رسنیو د راپورونو له مخې په زرګونو کردانو د نوموړي په جنازه کې ګډون کړی و.
۸۳کلن طالباني د سه شنبې په ورځ په جرمني کې ومړ، نوموړی د عراق لومړنی غیر عرب ولسمشر و چې له ۲۰۰۵ میلادې څخه تر ۲۰۱۴ پورې د عراق ولسمشر پاتې شوی چې د عراق کردستان د خپلواکۍ مبارزینو مشر و.
نوموړی به ۲۰۱۲ کال کې د زړه د حملې له امله په جرمني کې بستر شوی و.