
د ایران ولسمشر لومړي مرستیال اسحاق جهانګیري تایید کړې ده چې د نوموړي ورور مهدي جهانګیري بندي شوی دی.
نوموړي په دې اړه له نورو څرګندونو ډډه کړې ده خو ویلي یې دي چې هیله ده د نوموړي نیول کیدل د سیاسي زور لپاره نه وي.
اسحاق جهانګیري یادې خبرې په خپله انسټاګرام پاڼه کړي دي.
مهدي جهانګیري په یو لړ درغلیو او فساد کې د لاس درلودلو په تور نیول شوی دی.