د خفګان د مخنيوي کوچنۍ نسخه!

سهار وختي په بیړه له کوره ووتلم:
د اسمان زړه له بیګاه نه ډک دی،ونې نڅیږي یخ باد لګیږي نن د لمر تودوخى نشته!
ټاکلي ځای ته مې ځان ورساوه، له اوږده ځنډ وروسته مې وار راغی، رسمیات يې بشپړ کړل او نوم لیکنه مې وشوه.
وږې وم، هيڅ وس مې نه و چې کور ته له رسېدو وروسته خواړه تیار کړم او په ګډه يې وخورو، دماشومتوب خوږې ورځې مې یادې شوې: هغه بې غمي، بې مسوولیتي، هغه نازولتوب او نخرې!
له ښوونځي چې به کور ته تلو، څه په نازونو او اکټونو به تیار دسترخوان ته کېښاناستو،خورم او دا نه خورم به مو کاوه.
عجیبه شان عادت لرم، په ولږه کې مې ټول وجود ریږدي.
چورت مې وهو څه تیار کړم، چې لږ وخت ونیسي، د ودرېدو او پخلي هیڅ توان مې نه و....
له نیم ساعت ډیره پلې لار مې اخر کړه او کور ته ورسېدم.
د ور په خلاصولو سره مې د ګرمې ډوډئ بوی تر پوزې شو، ورسره ګډ د خوندور خوړو بوی وارخطا کړم!
پخلنځي ته مې سر ورښکاره کو، کوټې ته شوم، واه!
تیار دسترخوان،ګرم چای ډوډۍ، هګۍ او رومي،ورسره ګډ شنه مرچ او په سر یې پاشېدلي تور مرچ،مممم...
د خوند پوښتنه یې مه کړئ!
اوس منم چې دنارینوو د لاس پخلی ډیر خوندور وي!
خدای خبر بسم الله مې کړه او کنه؛ مړۍ مې پورته کړې!
د ژوند ملګری مې معمولا پخلی هم نه کوي؛ تمه مې نه لرله چې وخته له خوبه پاڅي؛او چای تيار کړي
توقع نه لرل، حېرانتیا او نوی والی بخښي.
فطرتآ انسان د ژوند په هره برخه کې ډیر توقعات لري، له کورنۍ، دوستانو، د ژوند له ملګري، له نړۍ له ژوندانه....
اکثرا موخې ته د رسېدو لپاره د هیلو اوتوقعاتو تر منځ توپير نه کیږي، همدا ده چې ډیر ارزښتونه، قدرونه او بريالیتوبونه د ډیرو توقعاتو ښکار ګرځي.
په ټولنیز ژوند کې له وګړو ډیر توقعات، اړیکې بې خونده کوي، همکار مې ولې زما د دې ښېګڼې په مقابل کې داسې ونه کړل؟ خاوند/میرمن مې ولې داسې وکړل، خپل داسې وويل، اشنا هغسې وکړل او.........
د ډیرو توقعاتو لرل،ځان پخپله ټپي کول دي؛ژوند په بشپړه توګه هغه مهال ګټل کيږي چې توقعات نه وي او دتمو مخنیوی وشي. 
هر څومره چې ډیرې تمې ولرو؛په هماغه انداز به ډیرې ستونزې ولرو.
که ښېګڼه، د ښېګڼو او درناوی د درناوي تر لاسه کولو لپاره کوو یوازې د وخت ضایعه کول او د زړه ژوبلول دي. 
ویلیم شيکسپیر وايي:توقع د زړه درد، رېښه ده، هغه وړاندې وايي زما د همېشنۍ خوښې لامل دا دی چې زه له هيڅ چا، هيڅ تمه نلرم.
د ژوند په مختلفو حالاتو کې له نورو ګېلې کوو، نهیلي کوو او نور ملامتوو؛ حقیقت کې ګرم په خپله یو موږ، بې ځايه او ډیرو توقعاتو نهیلي کړي یو؛ نورو کسانو نه! 
هوساينه هغه مهال پیلیږي؛ کله چې تمې ختمیږي.
هندي روحاني مشر، لیکوال،شاعر او طبیب «سري چون موي»، چې په روحاني او طبي نوښتونو کې نړیوال شهرت لري وايي:
د انسان روح ، زړه او ماغزه هغه مهال ارامیږي؛ کله چې تمې پرې شي، کله چې تمې نه وي، خفګانونه او غمونه نشته، کله چې غمونه نه وي ستونزې نشته، او کله چې ستونزې نه وي جنګونه نشته!
بې ځايه تمې جرم، او ناامیدي يې سزا ده دټولو رواني ناروغيو،ناکامیو او خفګانونو زېږندنه بې ځای تمې دي.
ځکه هغه څه چې موږ یې تمه لرو؛ اکثرا له حقيقت نه لیرې وي د بېلګې په توګه:
که د ژوند ملګري د ژمي په ورځو کې دباندې چکر ته ولاړ شي، ناڅاپي باران او ساړه شي، میرمن په مینه و وايي: ساړه مې کیږي او تمه ولري چې د ژوند ملګری یې باید خپله کورتۍ هغې ته ورکړي،خو په حقیقت کې يې د ميړه ځواب دا وي:
ژمی دی ښه پوهیږي چې ساړه او باران کیږي ځان سره به دې کورتې راوړې وای!
میرمن به حتمن خفه شي او له همدې کوچنی تمې ستونزې، خفګانونه او نا امیدۍ پیدا کیږي
نو! 
هيلې ولرئ، خو تمې نه،له توقعاتو پرته د ژوند رنګونو، خوښيېو او جالبیت ته چانس ورکړئ.