دکدرونو ماتیدل

په مجموع کې ګور چې په ټول افغانستان کې په زرهاو ځوانان دهیواد له بیلابیلو پوهنتونو په مختلفو څانګوکې سند تر لاسه کوي، خوله فراغت وروسته هغه هیلې چې ځوانان یې لري په سیل لاهو کیږي، اصلي علت څه دي او ولې ورته خپل حق نه ورکول کیږي ، پدې برخه کې به فکرونه مختلف وي خوځینې زما په اند لاندې مواردهم کیدای شي .
۱ــ امکان دې ولري چې فارغ التحصیل شخص کومه قوي واسطه (شناخت ) په دولت کې ونه لري ځکه مالومه خبره ده چې دهرې دندې اخیستل په اوسنيو شرایطو کې بې له واسطې نه ترلاسه کیږي .
۲ــ زیاتره لوړو چوکیو کې په مختلفو ډلو ټپلو ویشل شوي کسان ګمارل شوي، نو له والیانو نیولې رییسان، امرین، مدیران ټول دخپل تنظیم کسان ځای پرځای کوي، کله چې څو بستونه په یوه اداره کې اعلانیږي نو دهغه لپاره په سل هاو ځوانان عریضې اچوي خو لومړۍ پړاو يې چې شارټ لیسټ کول دي په داسې ډول صورت نیسي چې د رشتې مطابق کسان نه انتخاب کیږي بلکې دکوم وکیل یا رییس کس به وي، له هغه وروسته چې ازموینه اخیستل کیږي نو بریالی کیږي هم هغه شخص چې څو لوړ پوړو چارواکو یې واسطه کړي وي.
دې ته نورې ورته زیاتې ستونزې دي چې دځوانانو زړونه ماتوي او په خپل تحصیل یې هم پښیمانه کوي، د دې فکر هم نه شي کولی هغه سند چې په لاس یې لري په اینده کې به ورته کومه ګټه وکړي او کنه، په اوسنیو شرایطو کې یو بل موهیم ټکي ته بایدهم اشاره وشي هغه دا چې دولس مشر له لوري فرمان صادر شوي چې ددولتي بستونو لپاره به ازموینه په مرکز کې اخیستل کیږي، خو د ولس مشر دې پریکړې څومرمنفي تاثیر کړي په ادارو او ځوانانو باندې، لومړۍ داچې په ګڼو ادارو کې بستونه خالي پاتې شوي هغه ځکه چې ازموینې یې ترډیره وخته نه دي اخیستل شوي او داستخدام پروسه په ټپه ولاړه ده او بل لورته ګڼ شمیر له پوهنتون څخه فارغ ځوانان له بې کارۍ ځوریږي، دولس مشر له دې کار څخه هد ف دا وه چې داستخدام پروسه باید شفافه ترسره شي خو دنوموړي دې فکر دزیات شمیر ځوانانو هیلې له منځه وړي هغه ځکه چې په مرکزکې هم دازموینوپروسه دومره پاکه هم نه ده چې دوړتیاپه اساس دې کس وټاکل شي بلکې داسي هم ویل شوي چې د واسطې درلودونکې کس لپاره دازموینې پارچه بدله شوي وي په خپل لیاقت یې نومرې نه وي اخیستي اوپه نتیجه کې کامیاب اعلان شوي وي اوپه اخیر کې یې له فعالیتونو څخه ټول ولس سرټکوي.
بله اساسي ستونزه چې په ادارو کې له رشوت څخه وروسته زیاته ترسترګو کیږي هغه دا چې مسلکیتوب ته اولیت نه ورکول کیږي، کله چې دمسلک اړوند کسان تر لیسانس کچې پورې ولرو نو دې ته اړتیاڅه لیدل کیږي چې داسې کسان دې په دندو وګمارل شي چې نه له ټیکنالوژۍ سره بلدتیالري اونه یې هم تحصیل دا ایجابوي چې ورته دده دوړ تیا پورته مسؤلیت وسپارل شي، بل خوا هغه ځوانان چې پدې برخه کې یې زیات زحمت ګاللی او یوڅه یې حاصل کړي دي دهغه وړتیا پټه پاتې کیږي اوهغه څه چې ددې ادارې مسؤلیت دي په درست ډول یې نه شي ترسره کولی، خوحقیقت خبره داده چې په زیات شمیر اداراتو کې ریسان هم دخپل موقیف دساتلولپاره داسې یوه لاره غوره کوي چې پرسونل یې هم هغه کسان وي چې ګټې یې سره شریکې وي دده په وړتیا اونه وړتیا څه دای خو یوازې غواړي چې خپله ګټه یې خوندي پاتې شي او هم ورته خلک رییس ، امر ،مدیر صاحب ووايې.
نوهغه ځوانان چې په واقیعت کې وړتیا لري او موخه یې هم دټولنې لپاره خدمت کول وي یونه یو وخت به هیلوته رسیږي او دمفسدو بې استعداده کسانو لپاره به دسردرد جوړیږي ، دحق لپاره به مبارزه کوي غل خاین او بداخلاقه انسانانو پروړاندي به همیش دحق ناره پورته کوي .
دبریاپه هیله مو