ولې ورته ملي نوم ورکړل شي؟

حقیقت ده چې د هر هیواد په کچه ملي ارزښتونه موجود وي لکه ملي بیرغ، ملي سرود، ملي اوردو، ملي پولیس، ملي لوبډلې او...

خو دا چې په چوکاټ یعنې جوړښت کې یې ستونزې را ولاړیږي بیلا بیل غبرګونونه هم ورسره رامنځته کیږي حتا چې د یو هیواد د عزت او بې عزتۍ سبب ګرځي، ډیر داسې څه به مو په تېر کې لیدلي وي چې دهیواد په کچه دبدبختیو لامل ګرځیدلي، لکه یو مثال یې د ډاکټر نجیب دحکومت له ړنګید وروسته دافغانستان دملي بیرغ په پشپړه توګه بدلون چې د یوه ګوند یا ډلې بیرغ یې دټول هیواد لپاه غوره کړ که څه هم مختلف ګوندونه او ډلې موجودې وې، همدا رنګه که اوسني ملي سرود ته که وکتل شي په مختلفو دلایلو ورته خلک د ارزښت په سترګه نه ګوري مثلاً ځینې دا دلیل جوړوي چې ساز پکې ګډ دی ځینې بیا وایي چې خاص په پښتو لیکل شوی اوداسې نور لاملونه.

همداشان ملي لوبډله چې یو هیواد داخلي تصویر نورې نړۍ ته وړاندې کوي او د هیواد وګړي هم ورسره بې حده مینه لري که په ملي جوړښت او ملي فکر ونه رغول شي زیاتې ستونزې به وزیږوي، که را شو یو حقیقت ته نظر وکړو هغه داچې که جنوبي زون کې له یو هلک پوښتنه وکړو چې دکرکټ کوم کوم لوبغاړي پیژنې نو دټولو نومونه به درته واخلي او که چیرته دهیوادپه شمالي سیمو کې دیو اسیدونکي نه همدا پوښتنه وکړې نو کیدای شي په ځواب کې یې ډیر توپیر موجود وي ،که بل خوا په جنوبي سیمو کې دفوټیال دلوبډلې دملي لوبغاړو په اړوند وپوښتې نو کیدای شي چې هیڅ اشنایي ورسره ونه لري مګر دهیواد په بله برخه کې ورسره مینه او علاقه زیاته ووسیږي، نو په همدې اساس ویلو شو چې که ملي ارزښتونه مو په ملي فکر ونه رغول شي نیمګړي به وي، ویاړونه اولاسته راوړنې به مو ویشلې وي ، مناسب جوړښت او ارزښت یې زموږ په لاس کې دي مګر بل اړخ یې چې بهرنی ده هغه داچې زمو انځور نړۍ ته وړاندي کوي هغه مو ګډ یاملي نوم افغان دي.

نو هرهغه څه چې هغه ملي اوسیږي باید دهیواد هر بچی پکې خپل موجودیت حس کړي چې موهیم اواساسي ټکی یې هم همدا دي چې کله یوڅوک دیو څه په اړه بې تفاوته پاتې کیږي ددرناوي او ارزښت په سترګه ورته نه ګوري وجه همدا کیدای شي چې نوموړی پکې په فکري بڼه خپل شتون نه حس کوي.

که را شو ځینې ملي پروسو ته نظر وکړو هغوي هم خپل ارزښت له لاسه ورکړي، فرض کړۍ چې دافغانستان نفوس دیرش میلیونه دي او د همدې جملې څخه یې پنځلس میلیونه اوسیدونکي د ټاکنو په شرایطو برابر دي پدې کې ۹ میلیونه اوسیدونکي نوم لېکنه کوي او بیا د ټاکنو په ورځ یوازې څه کم دوه میلیونه اوسیدونکي هم په یوه ملي پروسه کې برخه نه اخلي، نو پوښتنه دا را پیدا کیږي چې ایا دڅه کم دوه میلیونه خلکو له خو ټاکل شوی دولت به ددیرش میلیونه خلکو استازیتوب وکولای شي، پدې ځای کې امنیت هم دپام وړ ټکی دي خو په پشپړه مانا هم نه، دلته وګړي هم په لوی لاس نه غواړي یا زړه نه ښه کوي چې په داسې تش په نوم ملي پروسوکې ونډه واخلي ځکه دوي څو ځله ازموینه ورکړې او نه غواړي چې بیا په ازموینه کې ځان واچوي.

همدا رنګه ملي شتمنۍ اوس په سمتي شتمنیو ور اوښتې که هر څوک ورته لاس رسی ولري دهغوي دي په ملي کچه ور څخه استفاده نه کیږي.

نو که چیرته غواړو ملي ارزښتونه مو په کور دننه او بهر له هیواده په ښه او مناسب ډول وښایواونور یې ننداره ورکړي باید لومړۍ ورته په خپله په درنه سترګه وګورو تر څو نور هم ورته په درناوي قایل شي.