دبیان ازادي له نوم  ګټه!

داساسي قانون څلوردیرشمه ماده:
دبیان ازادي له تیري څخه خوندي ده. هرافغان حق لري چې خپل فکر دوینا، لیکنې،انځور اویانورو وسیلوله لارې، په دې اساسي قانون کې د راغلوحکمونو په رعایت، څرګندکړي.

هرافغان حق لري دقانون له حکمونوسره سم مطالب ،بې له دې چې هغه مخکې دولتي مقامونو ته ښیې ، خپاره اونشر کړي.

دمطبوعاتو، راډیو او تلویزیون، دمطبوعاتو دخپرولو او دجمعي ارتباط په نورو وسایلو پورې مربوط حکمونه د قانون له لیارې تنظیمېږي.

که فکر وکړو ډیری کسان یوازې دبیان ازادي نوم پېژني، استدلال یې دا وي چې دبیان ازادي ده که هر څه وایم، لیکم او تر نورویې رسوم دبیان ازادي ده.

خو داچې دبیان ازادي مو قانوني حق جوړیږي نو ډیر داسې ټکي شته چې باید په پام کې ونیول شي.

۱ـ هر فرد باید دبیان دازادي په مانا او مفهوم پوره ځان پوه کړي.
 
۲ـ کوم ډول فکر ترنورو رسوې مثبت او منفي اړخونه يې وسنجوه.
 
۳ـ په کوم ډول یوه ټولنه کې ژوند کوې؟ دین، فرهنګ، رواجونو ته دې نظر کړی.
 
۴ ـ بیان دې یوازي ستا تر ګټو محدود ده که نه دټولنې نا خوالې هم پکې نغښتې دي.
 
۵ـ خپل فکر اوبیان په ټولنه په زور منې او اورې که نه دوي هم له تاسره موافق دي.
 
۶ـ ستا د فکر اوبیان په نتیجه کې ته څومره تر خپلې موخې رسیدای شي ایا بل چاته به پکې سپکاوی نه وي، دبل چا خصوصي حریم به دې تر پښونه وي لاندې کړی.
 
۷ـ ایا تا د خپل فکر بیان لپاره مناسب ځای ټاکلی، ځکه هر ځای خپل قوانین لري چې له داسې ستونزو سره مخ نه شي ژوند دې له ګواښ سره مخ شي.
 
۸ـ کله چې خپل فکر بیانوې شواهد (ثبوتونه) لرئ، معمول ده چې بې منطقه خبرې په چا اغیز نه کوي یوازې دوخت ضایع ده.
 
۹ـ دخبرو کولو، یالیکلو پر مهال له پوچو، سپکو الفاظو استفاده مه کوه ځکه ستاشخصیت کمزوری معرفي کوي.
۱۰ـ په ځان باور ولره بیا خپل فکر بیان کړه البته دټولنې د رغون اواصلاح په موخه.

دې ته ورته نور ډیر څه دې چې دبیان ازادي په چوکاټ کې باید ورته پام وشي، دا چې دبیان ازادي لپاره غوره وسایل ټولنيزې رسنۍ دي نو بیا اړینه ده چې درسنیو لپاره هم یو هر اړخیز قانون موجود وي، چې دهغه په رڼاکې دوګړو لپاره ددې اسانتیا برابره شي چې خپل سالم فکربیان کړي، تر څنګ یې که چیرته حاکم نظام په رسنیو باندې څار ونه لري نو مخالف لوري له همدې طریقه کولای شي چې هر نوعه فشار په دولت را وړي.

نو دا چې هر فرد ته قانون اجازه ورکړې چې فکر بیان کړي نو باید له همدې فرصت څخه په استفادې هر شخص اوهره رسنیزه اداره غوره استفاده وکړي.