د ړندو مشرانو قضاوت

په لیدلو سترګو مې د ټولنې تش په نوم ناوړه قوانین په ځان عملي کول؛ داچې ولې مې داسې څه په ځان وکړل بیا یې هم علت بې ځایه باور وه، دلوستونکو دلا پوهاوي لپاره یو مثال دلته راوړم هغه دا چې:
له اوښ څخه پوښتنه شوې وه چې له دومره بارونو یا پېټیو وړلو څخه ستړی نه یې؟ او ښ په ځواب کې ورته ویلي وه چې نه له بارونو ستړی نه یم بلکې ستړی له دې یم چې زما پړی یا رسۍ زما څښتن را واخلي په خره پسې یې وتړي هغه که په سمه لاره ځي او که په خرابه زه ورپسې روان یم نو دغې چارې ډیر ستړی کړی یم.

نو مقصد دا چې یو نیم ناپوه دې چې په مخکې روان شي ورپسې ځې به که یې لارښونه مناسبه وه ګټه به تر لاسه کړئ او که دناپوهي ښکار یې شوې الله دې مل شه، زموږ اوستاسو په قوم او ټولنه کې ځینې ډیر بد ناوړه دودونه موجود دي چې له ناچارۍ ورته غاړه ایږدو چې له جملې یې یو دود دا چې:

۱- توي وړی واک او اختیار ده چې یو چاته یې له مجبورې ورځې دپریکړې لپاره ورکوي، د پریکړو په داسې ډول خلاصون کې زیاتره وخت حق حقدار ته نه ورکول کیږي بلکې ځینې حالتو کې دپیسو په بدل کې او یا هم د صمیمیت له مخې تصمیم نیول کیږي چې اخیري پایله یې د دوه دعوه لرونکو ترمنځ په دایمي دوښمنۍ پای ته ورسیږي او یا دا چې مصلیحین د خیر خلک نه وي په لوی لاس نه غواړي چې ستا لانجو ته دپای ټکی کیږدي نو په همدې علت له موقع څخه استفاده کوي.

۲- نرخ: دا یو ځانګړي قومي یاسیمه یز قانون ده چې دیو قوم له خوا جوړ شوی ده زیاتره دپکتیا ولایت د منګلو قوم کې ورته خلک په درنه سترګه ګوري چې نور قومونه هم ورته د دعوې دحل په موخه مخه کوي چې پدې کې سیمه یز چوکاټ کې مخته ډیرې کېسې موجودې دي چې له جملې څخه یې دا هم دي:

دواړه جانبه به خپل مرکچیان ټاکي یعنې داسې کسان چې ددوي دحق دفاع وکړي، وروسته به په یولیکلي سند کې له دواړو غاړو دتضمین لپاره په عامه اصطلاح چې ناوټ یا برمته اخلي هغه دعوې ته په کتو که چیرته دعوه لویه وه نو ډیره برمته اخیستل کیږي په برمته کې به نغدې پیسې یا موټر او یاهم صلاح کیښودل کیږي چې دا به د مرکچیانو سره وي، ددې تر څنګ بل ملا ماتوونکی کار چې پدې ډول قضاوت کې تر سره کیږي هغه دا ده چې د کټو په نامه له هر لوري پیسې غوښتل کیږي مجبور او مکلف یې چې قرض یې هم کړئ او دوي ته یې ورکړئ، داسې هم پیښیږي چې دکټو پیسې د ورځې لپاره ۱۰۰۰۰ او یاهم ۵۰۰۰ افغانۍ کیښودل شي او یا دا چې که نغدې پیسې یې درنه وا نه اخیستې دواړه لوري به په خپل نوبت مرکچیانوته ډوډۍ ورکوي تر هغه چې پریکړه نه وي ابلاغ شوې د منځګړو خوراک اوڅښاک ستا له غاړې ده نو پدې ډول قضاوتونو کې بیاهم غریب حق تر پښو لاندې کیږي ځکه مرکچیان ډیر ژر خپل لوری بدلوي یعنې په کمه بیه ځان پلوري.

زیاتر وختونه په نرخ کې لویې پریکړې کوي یعنې د کورنیو تر منځ دکسانو د وژل کیدو وروسته مشران اود سیمې ملکان را ټولیږي او پریکړه کوی چې وروسته د پریکړې هیڅ ډول تضمین موجود نه وي هر لوری کولای شي چې په پټه کې خپل غچ واخلي.

پایله: تر ټولو لوی قاضي دانسان وجدان ده چې باید هغه قاضي ته ارزښت ورکړل شي له بې ځایه دعوو لانجو ځان وساتل شي اوبیا هیچ وخت خپله کمه حلاله روزي پداسې چا ونه خوړل شي چې د هغوي کسب او کار همدا حرامې پیسې او روزي وي ... .
لیکوال: عبدالرحمن ویاند