دلـــداره! (غزل)

  هـسي خیال د بې خوبۍ ؤ، څه ریښتیا نه وه دلداره! د دې ژوند، د دې قصمت له سره ساه نه وه دلداره!

دردځــــپلي موسقۍ به بیا له کوم زړه تاو ویستلای؟ لـــږ کافــــره دبــدبه، د هیڅ یو چـــا نه وه دلـــداره!

په شـــروع او ختــــمېدو کې به نو ولي مړ کېـــدلم؟ د عشق لــــوبه وه چي وشوه، کربلا نه وه دلـــداره!

فیضاني غوندي په ډېرو ور چاپېر ؤ؛ یو خوړونکی- د دار پړی ؤ، لـه غــاړي، خو ګـــناه نه وه دلــداره!   2017/5/10 PM, 2017/ 5/ 10