په هېواد کې د نورو ورځو د نمانځلو ترڅنګ یوه د ښوونکي ورځ هم ده، دا ورځ د تلې له ۱۳مې سره سمون لري چې ګران افغانستان کې په ځانګړي ډول په ښوونځیو کې د یو لړ مراسمو په ترسره کولو سره لمانځل کېږي؛ زه هم ټولو ښوونکو ته ددې ورځې مبارک باد وایم.
ښه مې یاد دي، څو کاله وړاندې چې زه په ښوونځي کې وم، پلار مې راته د معلم ورځې په موخه یوڅو کرښې لیکلې وې چې بیا زموږ په ښونځي کې هغه غونډه ونه نیول شوه او هغه لیکنه راسره بل کال ته پاتې شوه، هماغه وو چې د کال په تیریدو سره د نن ورځې په تمه وم.
اورېدلي به مو وي چې ښوونکی هغه ډيوه ده چې خپله ځان سوځوي خو نورو ته رڼا ورکوي اوځان وږی کوي خو نور مړي وي؛ ددې خبرې فلسفه دا ده چې واقعاً د ښوونکي ټوله هڅه د زده کونکو د ښوونې لپاره وي او د هغوی د ژوند جوړلو لپاره پدې فکر کوي، ترڅو څنګه یو زده کونکی د خپل زوی په څېر وروځي؟
ښوونکی هغه څوک ده چې ملایکو ته یې تدریس کاوه؛ پیغمبر(ص) هم دې نړۍ ته د ښوونکي په توګه رالېږل شوی دی او د ښوونکي ارزښت د خپل معنوي پلار په حیث ښودل شوی هم دی نو باید د حقیقي پلار په څېر ورته احترام هم ولرلی شي.
ښوونکی یوه درنه کلمه ده چې په اوریدو سره یې د هر چا په زړه کې د احترام کرښي راڅرګندیږي نو پکار ده چې د ښوونکي حقیقي معنا درک کړو ځکه همدا شخص دی چې له یو داسې ماشوم څخه چې هغه په دې نه پوهیږي چې د ژوند معنا څه ده خو له هغه څخه ډاکټر، انجینر، رییس یا وزیر جوړولی شي .
ښوونکیه! موږ به دې تر قیامته احسان هېر نه کړوځکه تا موږ د رڼا او علم لوري ته راښکلي یو، وړاندې تر دې چې تا او ښوونځی ووینم تر هغې زه یو بل څوک وم، اما تا زما سترګي پرانیستلي، له درانده خوبه دې ويښ کړی یم.
که چیري تا دا لار نه وه راښوولي ما به د غلامۍ ژوند درلود؛ د الله (ج) شکر دی چې لا اوس هم له تاسو سره یم او په هره سخته مې پوهوی، زما او زما په څير د نورو پوهاوی دد وطن لپاره د تل پاتې امن زیری دی.
ټول زده کونکي باید پدې فکر کې وه اوسي چې نن دوی زده کړیالان دي خو د سبا لپاره همدوی لوی ـ لوی استادان دي، له دې اړخه هم که په دغه شان کې د ځان عزت غواړې نو د ښوونکي عزت وساته!
له تاسو څخه راْضي یم اوتل مو په دعاوو کې یاد ساتم.
۱۳۹۵/تلې/۱۳مه
وروستي