متېس ویلي؛ واشنګټن غواړي پاکستان ته یو بل چانس هم ورکړي

د امریکا دفاع وزیر ښاغلي جېمز متېس د سې شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې که په افغانستان کې له پاکستان سره د کار کولو په برخه کې د امریکا هڅې ناکامې شوې، ولسمشر ډونالد ټرمپ تیار دی چې د پاکستان خلاف هر هغه اقدام وکړي چې ورته ضرورت وي.
نوموړي د سې شنبې په ورځ د امریکا د سنا جرګې د پوځي خدماتو کمېټې ته د وینا په مهال وویل، واشنګټن غواړي چې پاکستان ته یو بل چانس هم ورکړي.
له کله چې ولسمشر ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره نوې ستراتیژي اعلان کړې او پاکستان یې تروریستانو ته د پناه ورکولو په خاطر غندلی، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوي دي.
متېس ویلي چې د افغانستان ملي اردو او پولیس په عملیاتو کې بشپړ دخیل دي او اوس د لومړي ځل لپاره د افغانستان ۶ واړه قول اردوګانې پوځي عملیات کوي.