محمد مصطفی ص زوکړې ورځ

محمد بن عبدالله بن عبدالمطلب د اسلام د وروستي پيغمبر نوم دی. مسلمانان په دې گروهه دي چې محمد  د الله وروستی پيغمبر دی او تر هغه وروسته پيغمبري يا نبوت ختم شوی نو له همدې کبله د هغه د خاتم النبيين په نامه هم پېژندل کېږي.
د اسلامي سيرت د كتابونو له مخې محمد صلى الله عليه وسلم په بني هاشم كورنۍ كې يتيم وزېږېد. پلار يې دده مبارك له پېداېښت څخه لږ مخكې وفات شوې ؤ. محمد نوم ورته عبدالمطلب چې نيكه يې كېده، غوره كړ. دا نوم په هغه وخت كې په عربو كې چا نه پېژانده. د عربو دا عادت ؤ چې خپل كوچنيان به يې د رضايي مېندو په لاس وركول ترڅو د ناروغيو څخه په امن كې پاتې شي، او دارنگه ددوي جسمونه او اعصاب قوي شي. او لدې ټولو څخه زيات پام به يې د كليوالې سوچه عربي ژبې ته ؤ، ترڅو ددوي كوچنيان سوچه عربي ژبه زده كړي. نو بني سعد قبيلې ښځې د كوچنيانو ترلاسه كولو لپاره د مكې پر لور راوخوځېدې، خو هېچا هم دا نه خوښوله چې د محمد صلى الله عليه وسلم په څېر يتيم كوچنې ځان سره بوځي. ځكه له داسې يتيم څخه د څه شي ترلاسه كول ورته ناشونې ښكارېده چې پلار به يې نه ؤ ژوندې. ټولې ښځې د كاروان پر لور روانې وې او خوشالۍ يې كولې ځكه چې هرې يوې د روزلو لپاره كوچنې موندلې ؤ خو حليمه سعديه يو له هغو نا امېده ښځو څخه وه چې محمد صلى الله عليه وسلم يې ددې لپاره پرېښې ؤ چې هغه خواركې يتيم ؤ. نو په پاى حليمې او د هغې خاوند دا وپتېيله چې د قوم له شرمه چې مبادا سبا ونه وايي چې چا ورته زوې د روزلو لپاره ورنه كړ، پدې سلا راغله چې محمد صلى الله عليه وسلم له ځان سره كلي ته بوځي. كله چې كاروان د بني سعد په لورې يون پېل كړ نو د حليمې بي بي ډنگره اوښه داسې په منډه وه چې له ټول كاروان څخه مخكې شوه او كلي ته ورسېده. ټول كاروان دې معجزې ته هك پك پاتې ول. بي بي حليمه دې ته اريانه وه چې يوخوا خپل ماشومان نه شي مړولاى، او له بلې خوا دا يتيم سره به څه كوي، خو د څښتن تعالى كارونه وه، د بي بي حليمې شېدې دومره زياتې شوې چې د ټولو ماشومو او محمد صلى الله عليه وسلم به وڅښلې نو بيا به هم پاتې وى. د چېليو غولانځې راپرېښودې. اوښه ښه مسته او له ډنگروالي خلاصه شوه. ملك ټول زرغون شو. هرېخوا خوشاله خوشالي راغله. بي بي حليمې دا درك كړه چې دا ټول نعمتونه يواځې د همدې يتيم كوچني له بركه پر دوي راورېږي. نو د هغه په روزنه او پاملرنه كې به يې هېڅكله هم درېغ نه كاوه. نبي عليه السلام په بني سعد كې تر څلورو كلو پورې و اوسېده، ان تردې چې د سينې څېرې كېدنه (شق الصدر) ورپېښ شول. نو حليمه بي بي پدې كوچني ووېرېده نو ځكه يې خپلې مور بي بي امنې ته ور وستلو. كله چې شپږو كلو ته ورسېد نو مور بي بي يې وغوښتل ترڅو له ځان سره يې د پلار قبر ته بوځي. نو له خپل يتيم زوې محمد صلى الله عليه وسلم او خدمتگارې سره مكې معظمې څخه د مدينې منورې په لورې وخوځېده. بېرته راتلو په وخت په لار كې بي بي امنه ناروغه او په حق ورسېده. محمد صلى الله عليه وسلم د خادمې سره د هغه د نيكه څنگ ته وروستل شو. پس لدې له عبدالمطلب سره اوسېده. نيكه به وربانې ډېر خيال كاوه، ان تردې چې د قرېشو په غونډو كې به يې خپل څنگ ته كېناولې ؤ چې دا كار په قرېشو ښه نه لگېده. كله چې محمد صلى الله عليه وسلم ۸ كلن شو نو نيكه يې هم په مكه معظمه كې په حق ورسېد. مخكې لدې چې مړ شي خپل نوسې يې ابو طالب چې د پلار سكنې ورور يې ؤ ته وسپاره. ابو طالب د خپل وراره ترخپلې وسې او له وسې اخوا هم روزنه وكړه، وراره له خپلو زامنو څخه ورته ډېر گران ؤ. محمد صلى الله عليه وسلم د خپلې ځوانۍ په لومړنيو كلونو له خپلو رضاعي وروڼو سره په بني سعد كې پسونه څرول، او په مكه كې خپلې كورنۍ ته. وروسته لدې چې ښه ځوان شو سوداگرۍ ته يې مخه كړه. نبي صلى الله عليه وسلم له نبوت څخه مخكې په رښتوني او امانت كار (صادق الامين) نومول شوې ؤ، ان دښمنانو به يې هم ورسره خپل امانتونه اېښودل
دڅار شنبې په ورځ چې دصفر دمياشتې اتلسمه يا نولسمه نيټه وه ,رسول الله صلى الله عليه وسلم جنت البقيع ته چې دعامومسلمانانو هديره وه ولاړ ,كله چې له هغه ځايه راستون شونو ناروغه شو,دحضرت ميمونې رضى الله عنها كره يې شپه تيره كړه.
د دوشنبې په ورځ درسول الله صلى الله عليه وسلم ناروغي زياته شوه  او دنورو بيبيانو په خوښه دحضرت عايشې رضى الله عنها كره ولاړ ,ترڅو پورې چې يې دگرځيدو ځواك درلود نو مسجد ته به يې تشريف وړلو ,وروستنى لمونځ دماښام لمونځ وو چې مسلمانانو په رسول الله صلى الله عليه وسلم پسې ادا كړ. دامهال درسول الله صلى الله عليه وسلم سر خوږيده او تړلى يې وو ,همدا شپه ماخوستن وار په وار بې هوښي ورباندې راتله او امر يې وكړ چې حضرت ابو بكر صديق رضى الله عنه دې لمونځ وركړي . بله ورځ ماسپښين درسول لله صلى الله عليه وسلم ناروغي يوڅه كمه وه، غسل يې وكړ، د حضرت عباس او حضرت علي رضى الله عنهماپه اوږو باندې يې ځان تكيه كړاوجُومات ته ولاړ، هلته دابو بكر رضى الله عنه په امامت لمونځ ولاړوو ,چې دهغه ترڅنگ كيناست او خلكو ته يې لمونځ وركړ، وروسته يې يوه لنډه خطبه وويله، دا د رسول الله صلى الله عليه وسلم وروستۍ خطبه وه چې پكې يې وفرمايل: (خدای جل جلاله يوه بنده ته واك وركړى چې د دنياوي نعمتونو او يا هم دخدای له لورې داُخروي نعمتونو له منځ نه يوخوښ كړي. بنده هغه شيان دځان لپاره غوره كړل چې له آخرت سره اړيكې لري. حضرت ابوبكر صديق رضى الله عنه وژړل ځكه پوه شو چې هغه بنده پخپله رسول الله صلى الله عليه وسلم دى، رسول الله صلى الله عليه وسلم دابوبكر صديق رضى الله عنه په اړه وفرمايل ترټولو زيات چې زه دچا له شتمني او ملگرتيا څخه خوښ يم هغه ابوبكر دى.) همداراز يې په خطبه كې دانصارو په هكله وفرمايل: (اى خلكو زه دانصارو په هكله تاسې ته وصيت كوم عام مسلمانان به ډيريږي خو انصاربه دومره لږ شي لكه په خوړو كې مالگه، انصارو خپله دنده تر سره كړه ,اوس په تاسو دهغوی دپور پرې كول فرض دي ,انصار زما په وجود كي دمعدې په څير دي، هرڅوك چې ستاسو دگټو او تاوان واكدار (خليفه) وي نو دهغه دا دنده ده چې كه هرڅوك په انصارو كې ښه وي ومني او كه له چا څخه كومه تيروتنه شوي وي نو هغه دې وبښي .) رسول الله صلى الله عليه وسلم ترناروغتيا يوه ورځ وړاندې حضرت اسامه رضى الله ته امر كړى وو چې دروميانو جگړې ته لاړشي، خو دهغه له قوماندې څخه دنوموړي دځواني له كبله شكايت وكړ ,رسول الله صلى الله عليه وسلم په دې اړه پخپله خطبه كې وويل: (كه داسامه په سردارۍ تاسې نيوكه لرئ نو دده دپلار په سردارئ هم تاسې نيوكې كولې زما دې په سپيڅلي خدای لوړه وي چې اسامه د دې دندې حقدار او مستحق دى، هغه په ما ډير گران دى، او تر دې وروسته به هم په ما گران وي .) رسول الله صلى الله عليه وسلم دخطبې په ترڅ كي داهم وفرمايل: (دحلال او حرام نسبت دې ماته نه كيږي، ما هغه څه حلال كړي چې هغه خدای جل جلاله پخپل كتاب كې حلال كړي او ما هغه څه حرام كړي چې خدای جل جلاله حرام كړي دي).
رسول الله صلى الله عليه وسلم دا هم وفرمايل چې : (اى دخدای دپيغمبر لورې فاطمې ! او اى دخدای دپيغمبر عمې صفيې! دخداى او آخرت لپاره څه عمل وكړئ زه تاسې له خدای جل جلاله څخه نشم خلاصولای ). د نوموړې خطبې له ويلو وروسته رسول الله صلى الله عليه وسلم بيرته دحضرت عايشې رضى الله عنها كورته تشريف يووړ، د ناروغتيا په نا كرارۍ كې نبوي ذات ته ورپه يادشول چې څه اشرفۍ يې له بي بي عايشې سره ايښې وې هغه يې راوبلله اوورته ويې فرمايل : (عايشې! هغه اشرفۍ چيرې دي ؟
محمد(صلى الله عليه وسلم ) به له خدايه جل جلاله سره پداسې حال كې وويني چې دی په هغه بد گمانه وي، لاړه شه او هغه دخدای جل جلاله په لاره كې خيرات كړه . ) ددوشنبې په سهار چې درسول الله صلى اله عليه وسلم دناروغتيا ديارلسمه شپه وه چې رسول لله صلى الله عليه وسلم دخپل كور له وره (دروازې) نه پرده پورته كړه، ويې ليدل چې خلك په لمانځه ولاړدي ,ډير خوښ اوموسكى شو، حضرت ابوبكر صديق رضى الله عنه فكر وكړ چې رسول الله صلى اله عليه وسلم لمانځه ادا كولو ته راځي ځكه يې نووغوښتل چې شاته شي، خو رسول الله صلى الله عليه وسلم په اشاره پوه كړ چې لمونځ وركړي، رسول الله صلى الله عليه وسلم بيرته حجرې ته ننوت، دا هغه وروستنۍ ليدنه وه چې صحابۀ كرامو له نبوي سپيڅلي څيرې نه وكړه .
مړینه

رسول الله صلى الله عليه وسلم به هر كال دروژې په مياشت كې لس ورځې په اعتكاف كي تيرولې خو په ورستنۍ روژه كې شل ورځې په اعتكاف كې كيناست، رسول الله صلى الله عليه وسلم به هر كال دروژې په مياشت كې يوځل دحضرت جبرائيل عليه السلام له خولې نه قرآنكريم اوريده خو د ورستني كال په روژه كې يې دوه ځلې واوريده . دوروستني حج او په ځينو نورو خطبو كې رسول الله صلى الله عليه وسلم ځيني داسې خبرې كړې وې چې هغه دمړينې يادونه وه، لكه چې دحج په وروستۍ خطبه كې يې وفرمايل: (زه ددې خبرې هيله نلرم چې په راتلونكي كال كې له تاسې سره وليدلای شم ,ښايي تر دې وروسته حج ونه كړای شم . ) دحج دفريضې داداكولو ترراتگ وروسته رسو ل الله صلى الله عليه وسلم داحد دشهيدانو هديرې ته ورغى ,او هلته يې هم داسې خطبه وويله چې گواكې څوك له مړواو ژوندو سره په مخه ښه كوي ,رسول الله صلى الله عليه وسلم دصفر دمياشتې په اولسمه يا اتلسمه نيټه حضرت اسامه بن زيد رضى الله عنه ته وفرمايل : (ته له لښكر سره لاړشه او له هغو شريرو خلكو څخه دې دپلار كسات واخله . ) د موته په وتلي جنگ كې حضرت زيد رضى الله عنه شهيد كړای شوى وو ځكه نو رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت اسامه بن زيد رضى الله عنه ته هلته دبيا تللو امر وكړ .
تجهيز او تكفين
د سې شنبې ورځ د تجهيز او تكفين ورځ وه حضرت علي رضى الله عنه ,فضل بن عباس رضى الله عنه ,او حضرت اسامه بن زيد رضى الله عنه غسل وركړ، په همدې مهال كې حضرت عباس رضى الله عنه هم حاضر وو او يو انصاري حضرت اوس بن خولې رضى الله عنه اوبه راوړې ، د كفن لپاره دسپڼسيو درې سپينې ټوټې غوره شوې .
تر غسل او كفن وروسته دا پوښتنه راپيدا شوه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به په كوم ځای كې خاوروته سپارل كيږي ؟
حضرت ابو بكر صديق رضى الله عنه وويل: انبيا چې چيرې وفات شي هلته خاورو ته سپارل كيږي ,په همدې خبره اتفاق راغى او په كوم ځای كې چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفات شوى وو په هماغه ځای كې دقبر كنلو كار پيل شو، داځای دحضرت عايشې رضى الله عمها داوسيدلو خونه وه، د قبر په سرهم خبره راپورته شوه ځكه حضرت ابو عبيده بن جراح رضى الله عه به دمكې دخلكو په څير بغلي قبرونه كيندل او حضرت ابو طلحه رضى الله عنه به بيا دمدينې دخلكو په دود لحدي قبرونه ايستل، نو دا خبره كيدله چې اوس څوك او څه ډول قبر وكندي ؟
حضرت عمر رضى الله وويل : په همدې دواړو اصحابو پسې څوك واستوئ ,هر يو چې لومړى راغى هغه دې دخپلې خوښې قبر وكندي، په دواړو صحابه و پسې سړي واستول شول، حضرت ابو عُبيده بن جراح رضى الله عنه په كور كې نه وو، حضرت ابو طلحه رضى الله راغى او لحدي قبر يې جوړكړ، څنگه چې دقبر ځمكه نمجنه وه نو هغه بستر يې پكې وغوړاوه په كوم كې چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفات شوى وو . كله چې جنازه تياره شوه نو خلك دلمانځه لپاره رامات شول، خونې ته وار په وارورننوتل او لمونځونه يې كول، دا لمونځونه پرته د چا له امامت نه ترسره شول، لومړى نارينه و بيا ښځينه و او ورپسې كوچنيانو دجنازې لمونځونه ادا كړل .
درسول الله صلى الله عليه وسلم مبارك جسد حضرت علي مرتضى رضى الله عنه، حضرت فضل بن عباس رضى الله عنه، حضرت اسامه بن زيد رضى الله عنه او حضرت عبدالرحمن بن عوف رضى الله عنه قبر ته ښكته كړ .
 انا لله وانا اليه راجعون