اکتوبر۲۴مه د ملګرو ملتونه نړیواله ورځ

د اکتوبر ۲۴مه د ملګرو ملتونو نړیواله ورځ یاده شوې ده.
له لومړۍ نړیواله جګړې وروسته، په نړۍ کې د بدامنۍ او بې عدالتیو يوه لړۍ خپره شوه. هغه مهال په۱۹۴۵میلادي کال د اپرېل په ۲۵مه د ۵۰ هېوادونو ترمنځ يوه غونډه ترسره شوه؛ په غونډه کې داسې فيصله وشوه، چې يو داسې تنظيم دې جوړ شي، ترڅو په نړيواله کچه د امن لپاره گامونه پورته کړي.
بلاخره د ملگري ملتونو په نوم یو چارټر (طرحه) برابره شوه، خو دغه وخت یوازې يو چارټر و نه تنظیم؛ بيا د ۱۹۴۵میلادي کال د اکتوبر پر ۲۴مه د ملګري ملتونه تنظيم جوړ کړای شو.
ملگري ملتونه يا يونائټد نېشن (United Nations) دا نوم د امريکې پخواني ولسمشر فرینکلن ډي روزویلټ له خوا وړاندې کړای شوی و.
بل خوا د ملګرو ملتونو د هدف لپاره لاندي څو ټکي وړاندې شوې دي:
 

  • په شريکه نړۍ کې د امن ساتل
  • د قومونو ترمنځ ملگرتيا او ښې اړيکي پېدا کول
  • په نړيواله کچه د ښه اقتصاد، ثقافت او ښه انساني ټولنې پېدا کولو لپاره د هېوادونو ترمنځ ښې اړيکې ساتل
  • په داسې ځای چې په کوم کې قومونه خپل مشترکه مقصدونه ترلاسه کولای شي