د اکتوبر۱۱مه د نجونو نړیواله ورځ

په نړۍ کې د اکتوبر۱۱مه د نجونو نړیوالې ورځې په نوم نومول شوې ده. ویل شوې چې دا ورځ د ملګرو ملتونو له خوا د اکتوبر پر ۱۱مه منلې شوې ده.
دا ورځ اوس په افغانستان کې هم نمانځل کېږي. ښکاره دا دوهم کال دی، چې په افغاستان کې ځینې ډلو او ټولنو دغه ورځ یاده کړې؛ د هغې له جملې څخه نن په کابل کې ددې ورځې په ویاړ یوه غونډه جوړه شوې وه.
په غونډه کې د نارویې سفیرې اغلې ماري سکر له افغان حکومت وغوښتل چې د افغان نجونو د تاوترخوالي عاملین مجازات کړي.
اغلې سکر د افغان نجونو ستونزې په لاندې ډول ذکر کړې:
۱. له وخته مخکې ودول
۲. په بدو کې د دوی ورکړه
۳. د نجونو پر وړاندې تبعیضي چلند
۴. له زده کړو پاتې والی
بل خوا د ټولنیزو رسنیو له مخې، په افغانستان کې هم ځینې ځوانانو ددغې ورځې په اړه بېلابېل پوسټونه کړې دي.
ښودل شوي، چې په افغانستان کې لا هم نجونې په ناسم وضیعت کې قرار لري. د نجونو د کار او هڅو په اړه، ویل شوي، چې ځینې دودونه، فکرونه او فرصت د افغان نجونو دغه قوه له منځه وړې ده.