افغانستان کې ژغورل شوی سرتیری، په لاس ويګاس کې ووژل شو

ویل شوي، چې يو امريکايي عسکر د افغانستان په جګړه کې له مرګه ژغورلی شوی، خو د امريکا په لاس ويګاس کې د وروستۍ پېښې په نتيجه کې ووژل شو.
کرسټوفر رويبل چې يوولس مياشتې يې په افغانستان کې خدمت کړى و، د يکشنبې په شپه د نوادا د يوه اوسېدونکي د ډزو په نتيجه کې ووژل شو.
یاده شپه هلته د امريکا په معاصر تاريخ کې تر ټولو خونړۍ پېښه ګڼل شوې.
٢٨ کلن کرسټوفر رويبل په هغو ٥٩ کسانو کې شامل دى چې د نوادا د يوه اوسېدونکي د ډزو په پېښه کې ووژل شو.