
د ترکيې ولسمشر نن ايران ته سفر کړی دی.
ويل شوي، چې له دې سفره داسې ښکاري چې ترکيه او ايران که څه هم په سوريه کې د مخالفو ډلو ملاتړ کوي خو دواړه هېوادونه د عراق د تېرې اوونۍ د خپلواک کردستان لپاره د ټولپوښتنو پر مخالفت بحث کوي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، له اردوغان سره د ترکيې د وسله والو ځواکونو لوی درستيز هلوسي اکار هم تللی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې ايران او ترکيې دواړو په دې وروستيو کې د عراق له کرد سيمې سره پر پوله پوځي تمرينونه کړي.