
د تاجکستان اداري فساد پر ضد ادارې ویلي دي چې د یاد هیواد یو لوړپوړی چارواکی یې د ۴۹۰زره امریکایي ډالرو بډو اخیستلو پر مهال نیولی دی.
نوموړی عسکر نور علیزاده نومیږي چې د یاد هیواد اقتصادي پراختیا وزارت د پانګونې رییس دی او په یوه رستورانت کې د نیم ملیون ډالرو بډو اخیستو په مهال لاس په لاس ونیول شو.
ویل کیږي چې د نوموړي له کوره هم لس زره ډالره پیدا شوي دي.
علیزاده له مقابل کس څخه د یو ملیون ډالرو او یوه اپارتمان غوښتنه کړې وه.