د عراق پخوانی ولسمشر جلال طالباني مړ شوی دی

د عراق پخوانی ولسمشر جلال طالباني د تېر څلورم په ورځ د تلې په يوولسمه نېټه د ۸۳ کلنو په عمر د جرمني په برلين ښار کې ومړ. رسمي سرچينو د نوموړي مړينه تائيد کړي ده.
طالباني په ۱۹۳۳کال کې زږېدلی او د عراق په سياست کې هغه کرد سیاست مدار وو چې، د صدام حسين د رژيم خلاف يې د کردانو د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوله. طالباني له د ۲۰۰۵ څخه تر د ۲۰۱۴ پورې د عراق شپېږم ولسمشر وو. طالباني د عراق هغه يوازينی ولسمشر وو چې په خټه عرب نه وو. هغه د کردستان وطني اتحاد ګوند مشري هم کوله.