
د پاکستان لیرې کړل شوی لومړی وزیر محمد نواز شریف چې د فساد په تورونو ککړ دی په یاد هیواد د واکمن ګوند مسلم لیګ نواز د مشر په توګه یو ځل بیا وټاکل شو.
نوموړی یوه ورځ وروسته له هغې پر یاد منصب وټاکل شو چې د پاکستان پارلمان یو نوی سند تصویب کړ کوم چې له مخې یې له دندو ګوښه شوي چارواکي کولی شي خپل حزبي موقف وساتي.
نواز شریف وروسته له هغې له دندې لیرې شو چې د شتمنۍ د پټولو تور پرې ولګیده او د یاد هیواد محکمې یې پر وړاندې حکم صادر کړ.