د لاس ويګاس بريدګر کامل هویت په ډاګه شو

پرون د امريکا متحده ایالاتو په لاس ويګاس، په يو هوټل کې چې خلک د موسيقۍ په يو پروګرام کې بوخت وو، چې له نېږدې يو بل هوټل (منډلي بي) څخه يو کس په خلکو ډزې وکړې چې شاوخوا ۵۹ کسان يې مړه او ۵۲۹ نور يې ټپیان کړل او بريد کوونکوکي هم خپل ځان ورسته ووژو.
دا کس څوګ وو او ولې يې دا کار وکړ؟
ياد کس ۶۴ کاله عمر درلود او نوم يې سټېفن پډوک وو. چارواکي د ياد کس د اوسېدو ځای (نوادا، مسکيټ) ګڼي او دهغه يو کاونډي رسنيو ته ويلي چې سټېفن پډوک له پخوا څخه قمار کولو. د اې بي سي نوز د راپور پر بنسټ تېره ورځ داعش ډلې د یاد برید پړه منلي او ياد کس يې د خپلې ډلې کس بللی. خو يو امريکايي چارواکي رويټرز خبري آژانس ته ويلي چې بريدګر رواني ستونزه درلوده. چارواکو د هوټل په ۳۲ پوړ کې په هغه کوټه کې چې ياد بريدګر پکې اوسېدو له لسو ډېر ټوپک موندلي دي.
دا دې امريکا په معاصر تاريخ کې تر ټولو خونړۍ پېښه وه. تر دې وړاندې په ۲۰۱۶ کې د امريکا په فلورېډا ايالات هغه وخت ۴۹ کسان په يوه ډلېزه حمله کې ووژل کله چې يو کس د کلب په منځ کې ډزې وکړې.