ټرامپ: د شمالي کوريا سره خبرې د وخت ضايع ده

د امريکا متحده ایالاتو ډېپلوماټو د پیونګ يانګ سره له خبرو اترو پرده پورته کړه. د تېرې اونۍ په پای کې امريکايي ډېپلوماټانو د شمالي کوريا سره د هغې اټومي او مزايل پروګرامونو په اړه د مستقيمو اړيکو خبره وکړه،  خو شمالي کوريا پدې برخه کې کومه لېوالتيا نه ښکاره کوله. ولسمشر ټرامپ خپلو چارواکو ته ويلي چې له شمالي کوريا سره خبرې اترې بې ګټې او د وخت ضايع ده.
ډونالډ ټرامپ په خپل ټوېټر لېکلي "دا ښه ده چې شمالي کوريا په تېرو ۲۵ کلنو کې څه ندي کړي. نو اوس به يې څنګه وکړي؟ کلېنټن ناکامه شوه، بوش ناکام شو، بارک اوباما ناکام شو خو زه به ناکام نه شم."
شمالي کوريا د نړيوالو فشارونو سره سره څه وخت وړاندې په پرله پسې ډول خپلو اټومي او مزايل پروګرامونو ته پراختيا ورکړه او د نړيوالې ټولنې پام يېځان ته جذب کړو.