
نن د درېيم په ورځ د امريکا په لاس ويګاس کې د شوي حملې څخه څوساعته ورسته داعش ډلې ديادې حملې مسوليت په غاړه اخېسی دی. د (آې بي سي نوز) په راپور کې راغلي، پرته له دې چې داعش د يادې حملې په اړه کوم شواهد وړاندې کړي خو مسوليت يې په غاړه اخيستی. داعش ادعاء کوي چې حمله کوونکي کس په دوي پوري تړلی وو او کابو مياشت وړاندې يې د اسلام دين قبول کړی وو.
بل خوا په امريکا کې چارواکو (آې بي سي نوز) ته ويلي چې داسې کوم شواهد نشته چې ياده پېښه دې په نړيوال ترورېزم پوري تړاو ولري. پوليسو بريدګر کس پېژندلی او ياد کس له بريد ورسته خپل ځان هم وژلی دی.